'ژوند په آسټرالیا کې': د آسټرالیا سیاسي نظام او د مذهب آزادي

Life in Australia: Australia’s political system and freedom of religion

Parliament House Canberra, ACT, Australia Source: Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د استرالیا فدرالي سیسټم، په اساسي قانون کې واکونه د فدرالي حکومت او شپږو ایالتونو ترمنځ ویشلي دي. په دغه رپورت کې مو د آسټرالیا د سیاسي نظام او په دغه هېواد کې د مذهب او نورو آزادیو په اړه معلومات را غونډ کړي دي.


په آسټرالیا کې ټول قوانین باید د شورا دواړو مجلسونو‌(ولسی جرګې او مشرانو جرګې) د غړو لخوا تصویب شي او تر هغې وروسته د آسټرالیا ګورنر جنرال لخوا لاسلیک شي.

د حقوقي چارو کارپوه او مدافع وکیل ډاکټر نذیر داور وایي چې د آسټرالیا سیاسي نظام یو پارلماني دیموکراتیک نظام ده چې د وېسټ منسټر (Westminster) په نوم یادېږي.

"د آسټرالیا سیاسي نظام یو پارلماني ډیموکراټیک نظام دی چې هغه ته د وېسټ منسټر سیسټم وایي، چې دا د انګلستان نه ریښه اخلي. [دا سیاسي نظام] په آسټرالیا کی هم شته، کانادا کی هم شته او نیوزیلنډ کی هم شته."
په آسټرالیا کې دولت درې قواوې لري، مقننه، اجرائیه او قضائیه قوه. 

ښاغلی داور وايي، په آسټرالیا کې د درې واړو قواوو په سر کې ګورنر جنرال ځای لري چې په آسټرالیا کې د انګلستان د ملګې دویمې الیزابیت استازی دی.

" دولت درې شاخې لري چې پارلمان ده, قضا ده او اجرائيه حکومت ده. د دغو په رأس کې ګورنر جنرال قرار لري چې د ملکه نماینده ده."
NSW Premier Gladys Berejiklian during Question Time in the NSW Legislative Assembly at State Parliament in Sydney, Tuesday, September 25, 2018. (AAP Image/Mick Tsikas) NO ARCHIVING
Source: AAP Image/Mick Tsikas

'د آسټرالیا پارلمان'

مقننه قوه چې په افغانستان کې ورته ملي شورا او آسټرالیا کې پارلمان وايي د دولت یو عالي ارګان دی چې د قانون جوړونې، ملت څخه استازیتوب، حکومت جوړونې او د حکومت له کړنو څخه د څارنې دنده او صلاحیت پرغاړه لري.

دوه جرګې لري چې یوې ته د استازو جرګه (House of Representatives) او بلې ته د مشرانو جرګه یا سنا وايي.

د استازو جرګې (House of Representatives) ته په افغانستان کې ولسي جرګه وايي. د آسټرالیا د استازو جرګه اوسمهال ۱۵۱ غړي لري او هر غړی د یوې انتخاباتي حوزې په استازیتوب جرګې ته لاره پیدا کوي.

ښاغلی داور وايي، هر هغه ګوند یا ډله چې د آسترالیا په پارلمان کې ډیری رایې ولري کولای شي خپل حکومت جوړ کړي او هر هغه ګوند چې له اکثریت وروسته‌ په پارلمان کې ډیری غړي ولري، هغه د حکومت اپوزیسیون جوړوي.

" هر څوک چې اکثریت چوکۍ وګټي هغه حکومت جوړوي."

" احزاب, ګروپونه, انفرادي اشخاص چې پارلمان ته کاندید شوي دي، کولای شي د دې ګروپونو سره یوځای شي او یو اکثریت منځ ته راوړي. دا ضرور نده چې یو حزب اکثریت لاس ته راوړي."
د آسټرالیا مشرانو جرګه یا سنا ۷۶ غړي لري. په مشرانو جرګې کې له هر ایالت څخه ۱۲ غړي او له هرې سیمې څخه،  ۲ غړي مشرانو جرګې ته لاره پیدا کوي.

ډاکټر نذیر داور زیاتوي چې د مشرانو جرګې غړي د ۶ کلونو لپاره ټاکل کېږي، مګر په هره دوره کې ۴۰ نوي غړي ټاکل کېږي او ۳۶ پخواني غړي په سنا مجلس پاتې کېږي.

" په سنا کې مونږ ۷۶ سیټه لرو چې هغه په شکل دې ۱۲, ۱۲ سیټو باندی تقسیم شوي په مختلفو ایالتو کې او ۲,۲ سیټه منطقو ته ورکړل شوی دی. دغه د ۶ کلونو لپاره انتخابیږې، لیکن په هر دوره د انتخاباتی کی ۴۰ نفره د دۍ سناتورانو نه نوي کیږي."

ښاغلی داور وايي، په آسټرالیا کې د ولسي جرګې له تصویب وروسته قوانین او بودیجه د دغه هېواد مشرانو جرګې ته استول کېږي. د مشرانو جرګې له تصویب وروسته ګورنر جنرال باید تصویب شوي اسناد او قوانین لاسلیک کړي ترڅو د اجرا وړ واوسېږي.

" قوانین، بودیجه او هر شی چی دي، د استازو له جرګې تېرېږي، دلته پاس کیږی. هغه بیا سنا ته ځي او د سنا له طریقه باید پاس شي. وروسته له هغې نه چې پاس شو هغه بیا ځي د توشیح لپاره ګورنر ته."

'په آسټرالیا کې درې کچې حکومت'

په اسټرالیا کې واک او مسولیت د دریو کچو حکومتونو ترمنځ ویشل شوی چې عبارت دي له فدرالي ، ایالتي او سیمه ایز حکومتونو څخه او هر حکومت د خلکو په رایه ټاکل کېږي.

 په اسټرالیا کې واک او مسولیت د دریو کچو حکومتونو ترمنځ ویشل شوی چې عبارت دي له فدرالي ، ایالتي او سیمه ایز حکومتونو څخه او هر حکومت د خلکو په رایه ټاکل کېږي.

په استرالیا کې فدرال حکومت تر ټولو زیات واک او مسئولیت لري، ځکه دغه اداره د ټول هېواد د مهمو مسایلو په اړه پریکړې نیسي او د دغې ادارې  ټول مهم غړي د فدرال پارلمان غړويتوب لري.
Northern Territory & Western Australia received additional Skilled nomination allocations
Source: Getty Images/FotografiaBasica
له فدرالي حکومت څخه ښکته بلې سطحې  ته ایالتي حکومتونه وایي چې د ایالت په کچه خپل صلاحیتونه او مسولیتونه لري.

 په هر ایالت کې ایالتي پارلمان شتون لري چې د دغه پارلمان د غړو له منځ څخه یو تن د ایالت د مشر په توګه ټاکل کیږي.

له ایالتي حکومتونو ورسته محلي حکومتونه په ټیټه کچه واک په لاس کې لري. هر محلي حکومت ته کونسل وایي چې د یوې ځانګړې سیمې د چارو مسولیت پر غاړه لري.

سیمه ایز حکومتونه یا شورا ګانې د ایالتي حکومت لخوا جوړې شوي ترڅو د هرې سیمې خلکو ته په ښه ډول سره رسیدنه وشي او چارې ښې پرمخ ولاړې شي.

'په آسټرالیا کې د مذهب آزادي'

په آسټرالیا کې د هر فرد حقونو او آزادیو ته د احترام پیاوړی دود شتون لري. د آسټرالیا حکومت ژمن دی ترڅو د بیان، نظر، مذهب، ټولنې او حرکت په شمول د دودیزو حقونو او آزادیو ساتنه او وده وکړي.

په سیډني‌ ښار کې مېشت افغان وکیل، سیار دهسبزي وايي چې په آسټرالیا کې خلک بېلابېلې آزادۍ لري لکه د مذهب، بیان او انتخاب آزادي. 

ښاغلی دهسبزي وايي چې د مذهب آزادي په آسټرالیا کې پدې معنی ده چې هر فرد حق لري ترڅو د خپلې خوښې مذهب ولري. همدا راز حق لري ترڅو هیڅ دین تعقیب نکړي. 

"یو انسان او یو فرد چې په آسټرالیا کې انتخاب کوي ترڅو پدې ټولنه کې ژوند وکړي، د دغه فرد لپاره بشپړه آزادي شته ترڅو یو خاص مذهب تعقیب کړي او هېڅ مذهب تعقیب کړي."
 Freedom of religion and secularism in Australia
Freedom of religion and secularism in Australia Source: Getty images
ښاغلی دهسبزي وايي، نه یواځې داچې په آسټرالیا کې د مذهب او عنعانانو د پالنې آزادي شته، بلکې د دې هڅونه هم کېږي ترڅو خپل کلتوري او مذهبی مراسم ولمانځي.

"د مذهب، د کلتور، د کړه وړه او د نورو عنعناتو د دوام لپاره آزادي شته، بلکې د دې لپاره دېر تاکید کېږي ترڅو خلک په خپلو ژبو خبرې وکړي، خپل دیانت او مذهبی چارې سرته ورسوي او خپل رسم او رواج و لمانځي."
په ۱۹۰۱ م کال کې آسټرالیا یوه تاریخي پرېکړه کړې او دغه هېواد یې غېر مذهبی اعلان کړی. د آسټرالیا د اساسي قانون پر اساس خلک کولای شي د خپلې خوښې دین تعقیب کړي او حکومت هم باید ټولو مذاهبو ته په یوه سترګه وګوري.

د ۱۹۰۱ م کال اساسی قانون له جوړیدو سره حکومت نشي کولای د مذهبونو په چارو کې مداخله وکړي، يعنې هر څوک کولی شي چې اسټراليا کې خپل مذهب پر خپل خوښه پر مخ يوسي.

د نیو کاسل پوهنتون د حقونو د برخې استاد، نیل فاسټر وايي‌ چې د آسټرالیا بنستګرانو دغه غوښتنه درلوده ترڅو په اساسي قانون کې داسې مادې  زیاتې کړي ترڅو د اسټرالیا ایالتي او فدرالي حکومتونه د خلکو په مذهبي چارو کې مداخله ونکړي.

"له ډېرو کلونو راهیسې دواړو فدرالي‌ او ایالتي‌ حکومتونو دا منلې چې په آسټرالیا کې د یوې سالمې ټولنې رامنځ ته کولو لپاره د مذهب آزادي لازمي ده."
Freedom of speech
Source: Readers Buzz
په آسټرالیا کې د مذهب د آزادۍ ترڅنګ خلک د بیان آزادي هم لري. ښاغلی سیار دهسبزي وايي چې هر هغه بیان چې نور زیانمنوي او د نورو پر احساساتو ناوړه اغېزه کوي د هغه اجازه نشته.

"نشي کولای یو څوک یو چا ته ښکنځلې وکړي او وايي چې دلته آزادي ده او زه کولای شم ورانې خبرې وکړم او پرېوتې اصطلاح و کارروم."

په آسټرالیا کې د فکر، عقېدې او مذهب د آزادۍ په اړه لا ډېر معلومات .


شریکول