'ژوند په آسټرالیا کې': د انګلیسي ژبې وړیا زده کړه او د کار پیلولو ته چمتوالی

Getting job ready

Source: Getty Images/Emilija Manevska

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

په آسټرالیا کې د انګلیسي ژبې له زده کړې او د مهارتونو له شتون پرته ژوند کول ډېر ګران دي. په دغه راپور کې به تاسو واورئ چې څرنګه کولای شئ په آسټرالیا کې انګلیسي په وړیا توګه زده کړئ‌ او د کار لپاره چمتو شئ.


په آسټرالیا کې د انګلیسي ژبې له زده کړې او د مهارتونو له شتون پرته ژوند کول ډېر ګران دي. په دغه راپور کې به تاسو واورئ چې څرنګه کولای شئ په آسټرالیا کې انګلیسي په وړیا توګه زده کړئ‌ او د کار لپاره چمتو شئ.

د آسټرالیا حکومت ټولو هغو کډوالو ته د انګلیسي ژبې د زده کړې وړیا زمینه برابروي چې نوي آسټرالیا ته راځي ترڅو خپل نوی ژوند په ښه ډول سره په دغه هېواد کې پیل کړي.

خپاره شوي‌ آمار ښيي چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ شاوخوا ۱.۹ میلیونه نوي کډوال آسټرالیا ته راغلي، له دغې ډلې څخه ۶۸ سلنه کسان پدې توانیدلې ترڅو ځانته کارونه پیدا کړي، مګر ۲۵ سلنه نور په ژبې د نه پوهېدلو له امله د کار په پیدا کولو کې پاتې راغلي.
'د انګلیسي ژبې وړیا کورسونه'

ناصر یاوري د وېکټوریا ایالت په حکومت کې د کارموندنې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي. هغه وايي‌ چې ژبه د ژوند په ټولو چارو کې آسانتیا را منځ ته کوي او که چېرې ستاسو ژبه زده واوسېږي نو ژوند وروسره آسانه کېږي.

"ژبه ډېره مهمه ده، د ژوند په ټولو چارو کې انسان ته آسانتیا را منځ ته کوي او هر چېرته چې تاسو ولاړ شئ که چېرې په ژبه بلد واوسېږئ نو راحت را منځ ته کوي."

د بالغه کډوالو د انګلیسی ژبې د زده کړې پروګرام (AMEP) د ټولو هغو کډالو او پناه غوښتونکو لپاره دی چې د دغه هېواد دایمي ویزې لري یا هم داسې لنډمهاله ویزې لري چې په شرایطو برابر وي.

د AMEP پروګرام له لارې د انګیسي ژبې زده کول د کډوالو لپاره وړیا دي مګر د دغه پروګرام مالي لګښت د اسټرالیا د فدرال حکومت پرغاړه دی.
AMEP
Source: Getty Images/FG Trade
نویټاس انګلش په دغه سیډني او کانبرا ښارونو کې د AMEP  پروګرام چارې پرمخ بیایي ترڅو کډوال په وړیا توګه د انګلیسي ژبه زده کړي. له دغې ادارې څخه فرزانه فرزانه وايي "هغه کسان چې له افغانستان او نورو هېوادونو څخه آسټرالیا ته راځي او په شرایطو برابر دي کولای شي په دغه پروګرام کې شامل شي."

آغلې فرزانه وايي‌ د اپریل له میاشتې څخه حکومت په دغه پروګرام کې نوي بدلونونه راوستلي دي او د ۵۱۰ ساعته وړیا زده کړو محدودیت له منځه تللی، هغه کسان چې غواړي انګلیسي زده کړي‌ د اوږدې مودې لپاره کولای شي زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه وايي‌ چې AMEP له نویو راغلو کسانو سره د انګلیسي‌ ژبې د زده کړې او مهارتونو په زده کړه کې مرسته کوي. 

" له دې وړاندې دغه پروګرام ۵۱۰ ساعته وه، مګر د اپریل له میاشتې څخه حکومت په دغه پروګرام کې بدلونونه راوستلي دي."

" AMEP له نویو راغلو کسانو سره د انګلیسي‌ ژبې د زده کړې او په آسټرالیا کې د مېشتېدنې مهارتونو په زده کړه کې مرسته کوي."
آغلې فرزانه زیاتوي‌ چې د بالغه کډوالو د انګلیسی ژبې د زده کړې پروګرام د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ په لاره اچول شوی او د نويټاس اداره د دغو خدمتونو وړاندې کوونکی دی چې په سیډني او کانبرا ښارونو کې د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره کالجونه لري.

تاسو کولای شئ د نویټاس له ادارې سره په ۱۱۱ ۷۹۸ ۱۸۰۰ شمېره په اړیکه کې شئ او یا هم

د آسټرالیا په نورو ایالتونو او ښارونو کې د بالغه کډوالو د انګلیسی ژبې د زده کړې پروګرام (AMEP) د مرکزونو په اړه لا ډېر معلومات
AMEP
Source: Getty Images/Peter Muller
'کار او زده کړې په آسټرالیا کې'

ناصر یاوري د وېکټوریا ایالت په حکومت کې د کارموندنې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي. هغه وايي کوم کسان چې آسټرالیا ته راځي دلته باید د کاري او تعلیمي سیستم په اړه پوه شي. د بیلګې په توګه که چېرې څوک غواړي درس و وایي او تر هغې وروسته کار پیدا کړي نو باید خپله لاره معلومه کړي.

هغه وايي: "څو مسئلې مهمه دي. هغه دوستان او وطنداران چې تازه آسټرالیا ته راځي، دوي باید په کاري او تعلیمي سیټم پوه شي. که چېرې څوک غواړي چې درس ووايي او له درس وروسته کار پسیې ولاړ شي نو په هغه حالت کې باید خپله لاره معلومه کړي."

ښاغلی یاوري وايي که چېرې څوک فامیلي مسئولیت لري او غواړي کار وکړي نو پکار ده ترڅو لومړی د ژبې درجه لوړه کړي ترڅو خبرې وکړی شي او تر هغې وروسته بیا کار پیدا کړي او فرصت نه استفاده وکړي.
'د مهارتونو او اسنادو ارزونه'


هغه کسان چې نوي آسټرالیا ته راځي او په بهر کې یې زده کړې ترلاسه کړي‌، کولای شي په آسټرالیا کې هم غوښتنه وکړي ترڅو لوړې زده کړې یې دلته و ارزول شي.

ښاغلی یاوري وايي، هغو کسانو چې په افغانستان کې درس ویلی او دلته راغلي‌ په یوه نامعلومه حال کې دي، مګر په هڅو سره د هرې مسئلې لپاره د حل لاره شتون لري. د آسټرالیا په حکومت کې داسې ادارې شته چې د خلکو اسناد ارزوي.

Overseas qualification
Overseas qualification marks one of the main obstacle that the immigrants face in Australia. Source: Getty


په آسټرالیا کې بهرني اسناد او کاري تجربه په دریو ډولونو سره ارزول کېږي، لومړۍ د مهارتونو ارزونه ده چې د Skills Assessment  په نوم یادېږي. دویم ډول ارزونه د بهرنیو تحصيلي اسنادو ارزونه ده او دریم هم د راتلونکو زده کړو لپاره د پخوانیو زده کړو په رسمیت پېژندل دي چې د RPL په لنډ نوم هم یادېږي او دغه ډول اورزونه په تعلیمي مرکزونو کې د نویو زده کړو پرمهال د پوهنتون یا تعلیمي مرکز لخوا ترسره کېږي.

د وېکټوریا ایالت په حکومت کې د کارموندنې برخې سلاکار ناصر یاوري وايي که چېرې چا په افغانستان کې لیسانس ترلاسه کړی اووسي او داسې تمه ولري چې هغه به دلته د لیسانس په توګه ومنل شي، دا ډېر ګران کار دی. مګر د دې زیات چانس شته ترڅو هغه لیسانس د ډیپلومې یا سرټیفیکیټ په کچه ومنل شي.

نوموړی زیاتوي که چېرې څوک له بهر څخه لیسانس ولري او بیا غواړي په آسټرالیا کې لوړې زده کړې ترلاسه کړي نو پخوانۍ زده کړې وروسره مرسته کوي ترڅو راتلونکې زده کړې په کمې مودې کې ترلاسه کړي.

" که چېرې یو کس په آسټرالیا کې لیسانس ترلاسه کړی اووسي او وغواړي دلته د لیسانس په توګه ومنل شي نو دا ډېره ګرانه ده. اما ډېر امکان لري چې هغه د ډېپلومې یا سرټیفیکټ په توګه ومنل شي." 

ښاغلی یاوري وايي، د هغه شخصي تجربه ښيي‌ چې د ارزونې پرمهال د شخصي پوهنتونونو په پرتله د دولتي پوهنتونونو اسنادو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي او د امریکايي‌ پوهنتون سند ته هم ارزښت ورکول کېږي.

په آسټرالیا کې د بهرنیو اسنادو د ارزولو په اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ‌ له ادارې څخه لیدنه وکړئ.


شریکول