'ژوند په آسټرالیا کې' کډوالي او آسټرالیا ته د مهاجرت بېلابېلې ویزې

Australian visas on a passport

Source: Getty Images/Rhisang Alfarid

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

آسټرالیا ته د مهاجرت او سفر له ۱۰۰ څخه زیاتې وېزې شتون لري چې په مختلفو کټګوریو ویشل شوي، د بېلګې په توکه بشردوستانه، فاميلي، تحصیل او د سیل یا سیاحت ویزې. په دغه رپوټ کې مو آسټرالیا ته د مهاجرت او کډوالۍ د بېلابېلو ویزو په اړه معلومات را غونډ کړي دي.


آسټرالیا په پرمختللې نړۍ کې د مهاجرت ترټولو لوی پروګرام لري او هر کال تر ۱۶۰ زره پورې وېزې د نړۍ د نورو هېوادونو اوسېدونکو ته ورکوي. آسټرالیا ته د مهاجرت او سفر له ۱۰۰ څخه زیاتې وېزې شتون لري چې په مختلفو کټګوریو ویشل شوي، د بېلګې په توکه بشردوستانه، فاميلي، تحصیل او د سیل یا سیاحت ویزې. 

د نورو هېوادونو د اوسېدونکو په څېر هر کال یو زیات شمېر افغانان هم آسټرالیا ته مهاجرت کوي. افغانان ډیری آسټرالیا ته په بشردوستانه او فامیلي ویزو راځي ترڅو دلته خپل نوی ژوند پیل کړي.

'د مهاجرت او بشردوستانه ویزې'

د آسټرالیا حکومت هر کال یو زیات شمېر هغو کسانو ته د مهاجرت ویزې ورکوي چې په خپل هېواد کې له ځورونې سره مخ اوسي. 

د آسټرالیا په بشردوستانه او مهاجرت پروګرام کې بېلابېلې ویزې شاملې دي او پدې پورې اړه لري چې تاسو له آسټرالیا څخه بهر یاست او یا هم آسټرالیا کې یاست چې د 'کلاس اکس اې'  او   'کلاس اکس بي' په ډلو وېشل شوي.

د آسټرالیا د مهاجرت او بشردوستانه ویزو ته هغه کسان غوښتنلیک سپارلی شي چې له آسټرالیا څخه بهر دي او غواړي آسټرالیا ته راشي، مګر که چېرې تاسو آسترالیا ته راغلي یاست او دلته د محافظت یا پناه غوښتنه لرئ‌ نو تاسو باید د کلاس اکس اې (Class XA) ویزو ته خپل غوښتنلیک وسپارئ.

په ملبورن ښار کې د کډوالو چارو وکیل روښان اکبر وايي، په اکس بي کلاس کې د سبکلاس ۲۰۰ ، ۲۰۱، ۲۰۲، او ۲۰۴ ویزې شاملې دي.

"پدې Class XB کې څلور کلاسه راځي چې یو یې سبکلاس ۲۰۰ دی چې هغه ته ریفوجی سبکلاس وايي. هغه څوک چې د یو ان اچ سي آر لخوا ایمیګریشن ته معرفي شوی وي دغه سبکلاس کې راځي."

"هغه کسان چې په افغانستان کې دي، د هغو لپاره یې دا ۲۰۱ ویزه تخصیص کړې ده."

"بل سبکلاس یې ۲۰۲ دی چې هغوی باید خپل ملک نه بهر وتلی وي او په مشکلاتو کې وي او بل یې دی سبکلاس ۲۰۴.
1400 Australia's emergency visas issued to Afghan nationals have expired without being used
1400 Australia's emergency visas issued to Afghan nationals have expired without being used Source: AFP
ښاغلی روښان وايي‌ چې د اکس بي کلاس د ټولو ویزو لپاره یوه فورمه ډکېږي چې د ۸۴۲ فورمه ورته وايي او که چېرې څوک دلته په آسټرالیا کې ولري چې پیشنهاد یا پروپوز یې کړي نو د هغې لپاره د ۶۸۱ فورمه باید ډکه شي.

" ټول همدا یوه فورمه ده.  د ۸۴۲ د هغه طرف نه لېږل کېږي څوک چې درخواست ورکوي او بیا دلته څوک چې په اصطلاح پیشنهادوي یا پروپوز کوي د هغه لپاره بیا ۶۸۱ فورمه ده."

ښاغلی اکبر زیاتوي چې د بشردوستانه ویزې لپاره د آسټرالیا حکومت ته هېڅ فیس نه ورکول کېږي او که چېرې څوک له چا څخه فیس غواړي نو دا غلط کار دی.

" د بشردوستانه ویزې لپاره، مهاجرت ویزې لپاره خپله د دولت له طرف نه یا د immigration طرف نه فیس نشته. دا ویزه فیس نلری."

ښاغلی اکبر همدا راز هغه کسان چې خلکو ته ضمانت كوي چې تاسو ته ویزه اخیستلی شي دا غلط کار دي. نوموړی وايي چې د ویزو په اړه د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت پرېکړه نیسي او هېڅوک چا ته ضمانت نشي‌ کولای.
په آسټرالیا کې د افغان اتباعو د مېشتېدنې لپاره د مشورتي ډلې مشر پاریس اریسټاټل هم پدې خبره تاکید کوي چې

ښاغلی ارسټاټل زیاتوي چې د کډوالو وکیلان کولای شي له خلکو سره د فورمې په ډکولو کې مرسته وکړي. مګر که چېرې یو وکیل خلکو ته وايي چې ۸ یا ۱۰ یا ۲۰ زره ډالره ورکړي نو ویزه ورته په ګرنټي اخلي نو دا صحیح نده ځکه د ویزې د فورمو ډکول وړیا دي او پریکړه د آسټرالیا حکومت نیسي.

"د ویزو په اړه پرېکړه د آسټرالیا حکومت پورې اړه لري او هغوی دغه پرېکړه د کډوالو وکیلانو له مداخلې پرته نیسي."

"د کډوالو وکیلان کولای شي‌ له خلکو سره د ویزې لپاره د فورمو په ډکولو کې مرسته وکړي."
Visa fraud
Source: AAP
په سیډني ښار کې مېشت افغان وکیل ډاکتر نذیر داور وایي هغه کسان چې په سبکلاس ۲۰۰، ۲۰۱، ۲۰۰۳، ۲۰۰۴ او ۲۰۵ ویزو آسټرالیا ته راځي په دغه هېواد کې د کار حق لري. مګر ځینې کسان د صحي ستونزو له امله کېدای شي د کار حق ونلري. 

"هغه کسان چی پر ۲۰۰ تر ۲۰۵ [ډول] وېزه راځي هغه ټول کسان په آسترالیا کی کامل حق د کار لري دا شرایط د هغو په ویزو کی نشته خو که استثنا د چا په ویزه کې دا شرط موجود وي نو د هغه ایسته کول سخت کار ندی."

په آسټرالیا کې د کار د حق په اړه لا ډېر معلومات د دغه هېواد  لوستلی شئ.

'د مهاجرت/کډوالۍ وکیل'

پر اساس هغه څوک چې په آسټرالیا کې له خلکو سره د مهاجرت په چارو کې د پیسو په بدل کې مرسته کوي باید حقوقي وکیل (Lawyer) یا د کډوالو د چارو وکیل وي چې مایګریشن ایجنټ ورته وايي.

د یوه وکیل او مایګریشن ایجنت لوی توپیر دادی چې یو وکیل باید په حقوقي برخه کې خپلې زده کړې ترلاسه کړي او عملي زده کړې هم وکړي. د کډوالۍ ترڅنګ کېدای شي په نورو حقوقي برخو کې هم د فعالیت اجازه لري. مګر مایګریشن ایجنټ یواځې د مهاجرت قانون په برخه کې زده کړې ترلاسه کوي او د مهاجرت استازو د ثبت له ادارې (MARA) سره ځان راجسټر کړي.
که چېرې تاسو غواړئ د مهاجرت  یو وکیل (مایګریشن ایجنټ) پیدا کړئ، یا د یوه وکیل په اړه شکایت وکړئ او یا هم غواړئ و ګورئ چې ستاسو وکیل له حکومت سره راجسټر دی او که نه. نو مهرباني وکړئ.

د افغانانو لپاره د بشردوستانه ویزو په اړه لا ډېر معلومات کولای شئ‌ ، یا هم له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.

د بشردوستانه ویزو په برخه کې د وړیا مرستې لپاره په وېکټوریا ایالت کې له ریفوجی لیګل سره په ۰۱۶۶ ۹۴۱۳ ۰۳ ، په نیو ساوت وېلز ایالت کې له رکس ادارې سره په ۷۲۲۷ ۸۳۵۵ ۰۲ شمېره او په لویدیځې آسټرالیا کې له ګرین سرکل سره په ۳۶۳۶ ۶۱۴۸ ۰۸.
Migration agents
Source: Getty Images/ericsphotography

'کورنۍ (فامیلي) ویزې'

د آسټرالیا د روان کال د کډوالو په پروګرام کې ۱۶۰  زره دایمې وېزې هغو کسانو ته په پام کې نیول شوي چې غواړي په آسټرالیا کې دایمي‌ ژوند وکړي. د دغو ویزو له ډلې څخه شاوخوا ۵۰ سلنه ویزې د آسټرالیا د اوسېدونکو د کورنیو د غړو لپاره په پام کې نیول شوي.

شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ او ۲۲ کلونو ترمنځ په مالي کال کې ۷۷ زره او ۳۰۰ ویزې د کورنیو لپاره په پام کې نیول شوي. د دغو ویزو په ډله کې ۷۲ زره او ۳۰۰ د ژوند د شریک، ۴۵۰۰ د میندو او پلرونو او ۵۰۰ د کورنیو د نورو غړو لپاره ځانګړې شوي.

'پارټنر ویزه'

د ویزا پلن ادارې وکیل جیمز بی وايي که چېرې یو شخص د آسټرالیا له اصلي  یا دایمې اوسېدونکي یا اوسېدونکې سره واده کړی وي یا اړیکې ولري نو کېدای شي د ویزې غوښتنه وکړي.

هغه وايي‌چې د پارټنر ویزې غوښتنلیک  شاوخوا ۷۸۰۰ ډالره لګښت لري که چېرې تاسو روغتیایي معاینه کوئ نو ۳۰۰ ډالره په هغه لګېږي.

نوموړی پدې باور ده له هغې ورځې څخه چې غوښتنلیک سپارل کېږي تر هغې ورځې پورې چې شخص دایمي ویزه ترلاسه کوي شاوخوا ۳ - ۴ کاله وخت نیسي ځکه د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت غواړي پوه شي چې د واده اړیکې ریښتنې او دوامداره دي.

"د پارټنر ویزې د غوښتنلیک لګښت شاوخوا ۷۸۰۰ ډالره دی، که چېرې تاسو غواړئ د روغتیا لګښت هم پرې ور زیات کړئ نو ۳۰۰ نور مصرف هم اضافه کېږي. همدا راز د پولیس چک لګښت دې پورې اړه لري چې تاسو څو هېوادونو ته تللي یاست."
Migrants
澳洲公民的海外父母現在更易於來澳探望子女或孫兒,但他們就要注意所接種的疫苗是否獲得澳洲政府認可。 Source: Getty Images

'د میندو او پلرونو ویزه'

هغه کسان چې د خپل ژوند شریک نه بلکې خپل میندې او پلرونه آسټرالیا ته راولي نو مهمه ده ترڅو  په آسټرالیا کې د کورنۍ د غړو توازن پوره کړي.

پدې مانا که چېرې د یوه کس حد اقل نیم ماشومان په آسټرالیا کې وي نو اولادونه یې سپانسر کولای شي.

ښاغلی بې وايي‌، د میندو او پلرونو راوستلو لپاره ۷ ډوله ویزې شته او ډیر عوامل په شمول دې عمر، د کورنۍ د غړو توازن او مالي حالت  پدې برخه کې مهم رول لوبوي.

" د دې لپاره چې  صحیح انتخاب معلوم شي لومړی پوښتنه چې باید وشي هغه داده چې آیا د هغه شخص د کورنۍ ۵۰ سلنه غړي په آسټرالیا کې شته چې تابعیت یا دایمي ویزه ولري. که چېرې دې پوښتنې ته ستاسو ځواب نه یي نو یواځنی بل انتخاب د ۸۷۰ ډول ویزه ده چې د ۳ کلونو لپاره ده او ترهغې وروسته بیا درخواست ورته کېدای شي."
د سب کلاس ۸۷۰ ډول ویزه لومړی ځل په ۲۰۱۹ کال کې معرفي شوې دا ویزه د هغو کسانو لپاره ښه ده چې د کورنۍ ۵۰ سلنه غړي یې په آسټرالیا کې ژوند نکوي.

د دغې ویزې په اړه ښاغلی واټ وايي چې د سب کلاس ۸۷۰ ویزې د غوښتنلک پیسې تاسو په دوه قسطونو کې ور کولی شئ.

" لومړی قسط پیسې ۱۰۰۰ ډالره دي او درې کلنه ویزه بیا سربیره پر دغو پیسو ۴۰۰۰  ډالره نور فیس هم لري چې د دغې پروسې په پاې کې ورکول کېږي."

"د ۵ کلنې ویزې لپاره لومړی قست پیسې ۱۰۰۰ ډالره دي او دویم قست یې ۹۰۰۰ ډالره دی."
Parent
Source: SBS
مګر که چېرې ستاسو د مور یا پلار ۵۰ سلنه ماشومان په آسټرالیا کې وي نو تاسو د ویزې لپاره ۶ انتخابه لرئ او هغه ویزه خپل مصارف لري.

د میندو او پلرونو لپاره تر ټولو کم مصرف لرونکې ویزې د  او ویزې دي چې ۶ زره او ۴۱۵ ډالره لګښت لري او کېدای شي ۳۰ کاله وخت ونیسي ترڅو و اورزول شي.

'د ماشومانو لپاره ویزه'

که چیرې تاسو غواړئ ستاسو ماشومان آسټرالیا ته راشي نو هغو کېدای شي د مور او یا پلار په غوښتنلیک کې اضافه شي.

که چېرې د یوه ماشوم میندې او پلرونه په آسټرالیا کې وي، نو بیا کولای شي آسټرالیا ته راشي.
ښاغلی واټ وايي آسټرالیا ته د ماشومانو د راوستلو لپاره درې ډوله ویزې شتون لري: د خپلو ماشومانو ویزه، د یتیمو ماشومانو ویزه او د ماشومانو د آډاپټ کولو ویزه.

هغه زیاتوي که چېرې ماشوم ستاسو خپل ونه اوسېږي، ناسکه ماشوم وي نو د هغه د راوستلو لپاره بیله طریقه شتون لري. 

پدې ډول سره چې اول باید مور دایمي‌ ویزه واخلي یا که چېرې مور دایمي‌ویزه ولري/ هغه خپل ماشوم ته د ویزې غوښتنلیک وسپاري.

" تاسو باید له ماشوم سره ځانګړې اړیکه ولرئ، هغه دا چې تاسو یا د ماشوم پالونکي مور یا پلار اوسئ یا دا چې ماشوم یتیم اوسي او تاسو د ماشوم خپلوان یاست، یا ماشوم ستاسو طبیعي ماشوم وي."
Orphan Relative Visa in Australia
Orphan Relative Visa in Australia Source: Getty Images/Symphonie

'د کار، زده کړې او سیاحت ویزې'

آسټرالیا د کډوالۍ په پروګرام کې تر ټولو زیاتې ویزې د مهارت لروونکو کډوالو لپاره په پام کې نیول شوي. په آسټرالیا کې د کار لپاره بېلابېلې ویزې  شته چې خلک کولای شي د ویزې شرایطو په پام کې نیولو سره هغو ته خپل غوښتنلیکونه وسپاري. د بېلګې په توګه ۱۸۹، ۱۹۰ او ۴۹۱ ویزې.

د کار او مهارت وېزې په بېلابېلو ډلو ویشل شوي، لکه لنډمهاله ویزې د ۳ یا ۵ کلونو او یا هم دایمي ویزې په آسټرالیا کې د دایمي ژوند لپاره.

'د تحصیل ویزه'

د بشردوستانه، فاملیي او د کار ویزو ترڅنګ هر کال یو زیات ماشومان او ځوانان آسټرالیا ته په تعلیمي ویزو هم راځي.

که چېرې تاسو غواړئ آسټرالیا ته د زده کړو لپاره راشئ، نو تاسو کولای شئ د ویزې ته خپل غوښتلیک وسپارئ. په یاد ولرئ چې د تعلیم ویزې د ترلاسه کولو لپاره باید تاسو د ویزې شرایط پوره کړئ. د بېلګې په توګه تاسو باید په آسټرالیا کې په یو کورس کې شامل اوسئ او ستاسو عمر له ۶ کلونو څخه زیات وي.

که چېرې ستاسو عمر له ۱۸ کلونو کم اووسي او غواړئ آسټرالیا ته د تعلیم لپاره راشئ نو تاسو کولای شئ له خپل ځان سره داسې یو شخص هم راولئ چې له ۱۸ کلونو یې عمر زیات وي ترڅو ستاسو سرپرستي وکړي. د زده کوونکي سرپرست کولای شي د ویزې غوښتنه وکړي.

همدا راز که چېرې تاسو آسټرالیا ته ټریننګ لپاره راځئ نو تاسو کولای شئ ویزې ته درخواست وکړئ، مګر په یاد ولرئ‌ چې د آسټرالیا هره ویزه خپل شرایط لري او د ویزو په اړه پرېکړه د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت صلاحیت دی.
همدا راز، که چېرې تاسو غواړئ پوه شئ چې د آسترالیا کومې ویزې ته په شرایطو برابر یاست او غوښتنلیک سپارلی شئ،  نو مهرباني وکړئ‌ څخه لیدنه وکړئ یا د او ورسره مشوره وکړئ.


شریکول