'ژوند په آسټرالیا کې': د ماشومانو حقونه او ستاسو مسئولیتونه

Childrens rights

Source: Getty Images/Fat Camera

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

په آسټرالیا کې د نوي ژوند پیل د هرچا لپاره له ننګونو څخه ډک دی په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو لپاره چې نوي دغه هېواد ته راځي. مګر آسټرالیا د ژوند لپاره یو ښه هېواد دی او په دغه هېواد کې ټول ماشومان د تعلیم، روغتیا او پاملرنې مساوي حقونه لري. پدې رپوټ کې مو د ماشومانو د حقونو او مېشتېدنې په اړه معلومات را غونډ کړي دي.


د ملګرو ملتونو ادارې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون پر اساس ټول ماشومان د ښوونې، روغتیا او خوندیتوب له مساوي حقونو څخه برخمن دي.

شاوخوا دېرش کاله کېږي چې آسترالیا د ملګرو ملتونو ادارې، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړی، دغه تړون پدې مانا (معنی) ده چې د آسټرالیا حکومت به ماشومانو ته د خوندي او سالم ماشومتوب حق ورکوي.

په سیډني‌ ښار کې مېشت افغان وکیل، ډاکټر نذیر داور وايي، ماشومان په آسټرالیا کې له ټولو هغو حقونو څخه برخمن دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو په کنوانسیون کې ورکړل شوي او آسټرالیا هم دا مسئولیت لري ترڅو د ماشومانو حقوق محفوظ وساتي. 

"ماشومان په آسټرالیا کې هغه ټول حقونه لري چې یو ماشوم ته ورکړل شوي او د ملل متحد په کنوانسیون کی محفوظ دي. آسټرالیا هم د دې کنوانسیون غړی ده، نو آسټرالیا دا مسئولیت لري چې دا حقوق په آسټرالیا کې محفوظ وساتي."

"په آسټرالیا کې ماشومان حق د ژوند لري، حق د ښه چلند او برخورد لري، حق د هویت لري، حق د انتخاب او نظر ورکولو لري، حق دښه صحت لري، حق د مصئونیت او محافظت لري, حق د درس ویلو لري او حق د لوبو لري."
ښاغلی داور وايي د ماشومانو اصلي حقونه په بېلابېلو څانګو وېشل شوي. د بیلګې په توګه ماشومان د ژوند حق لري. پدې مانا (معنی) چې د ژوند ټولې آسانتیاوې باید ماشوم ته برابرې شي او هر هغه څه چې د دوي د ژوند مانع ګرځي یا خطر ورته پېښوي له هغه څخه یې ساتنه وشي.

"په مجموع کې دغه حقوق هر یو یې مختلفې شاخې لري. مثلاً حق د ژوند لري، یعنی ماشوم ته ټول شرایط د ژوند برابر کړي, حق د ښه چلند لري یعنی دوی تهدید نشي او ښه برخورد ورسره وشي, توهین نشي او بل دا چی ماشوم حق د انتخاب لري یعنی ماشوم باید په یوې مسئله کې حق د نظر ولري او د هغو انتخاب ته باید احترام وشي."
Children’s Rights in Australia
Source: Getty Images
'د روغتیا او تعلیم حق'

ښاغلی داور همدا راز زیاتوي چې ماشوم د روغتیا حق لري، پدې مانا چې ماشوم باید په آسټرالیا کې واکسین شي، د ناورغۍ پرمهال یې درملنه وشي، صحي خوړو ته لاسرسی ولري او له ټولو هغو شیانو خوندي‌ پاتې شي چې روغتیا ته یې زیان رسوي.

"ماشوم حق د صحت لري. مثلا ً ماشوم باید په منظمه شکل واکسین شي، که ماشوم مریض شي د هغه تداوي وشي، ماشوم ته صحي پاملرنه وشي یعنې د ماشوم خوراک صحي وي او هغه څه چې ماشوم ته مضر وي هغه نه باید محفوظ شي."
ډاکټر داور وايي چې تعلیم د ماشومانو حق ده او په آسټرالیا کې تعلیم جبري ده ترڅو ماشومان ښونځي ته ولاړ شي او سبق ووايي. 

نوموړی زیاتوي چې میندې او پلرونه په آسټرالیا کې مسئولیت لري ترڅو خپل ماشومان ښونځیو ته د تګ لپاره آماده کړي او هر څه ورته برابر کړي.

"یو ماشوم حق د درس لري چې باید ماشوم درس ووایي، تحصیل وکړي. دلته تحصیل په آسټرالیا کې په ماشومانو باندې جبري ده."

"پلار او مور مسئولیت لري چې خپل ماشوم مکتب ته آماده کړي او ټول ضروریات ورته برابر کړي."
Domestic violence
Source: EyeEm
په یو شمېر هېوادونو کې ماشومان د اصلاح او ښه والي په موخه د میندو او پلرو، ښوونکو او یا نورو مشرانو لخوا وهل کېږي. ښاغلی داور وايي‌ چې په آسټرالیا کې د ماشومانو وهل جرم دی او هېڅوک حق نلري ترڅو ماشومانو ته جسمي، فزیکي یا روحي سزا ورکړي.

"د ماشومانو وهل په آسټرالیا کې جرم ده. هېڅوک حق نلري چې ماشوم ته جسمي، فزیکی یا روحي سزا ورکړي."

"د ماشومانو وهل په جنایي قوانینو د آسټرالیا کې جرم دی او درنې جزاوې ورته تعین شوي"

د ماشومانو د حقونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره د خپلې سیمې له 'لیګل اېډ' څخه مشوره ترلاسه کړئ. د احساساتي ملاتړ لپاره له سره په ۱۸۰۰ ۵۵ ۱۸۰۰ شمېره او سره په ۱۴ ۱۱ ۱۳ شمېره په اړیکه کې شئ.
'په ښوونځي کې نوم لیکنه'

 په آسټرالیا کې ډیری ماشومان د څلور نیمو او پنځو نیمو کلونو ترمنځ، عمر کې ښونځي پیلوي. تاسو ته پکار ده ترڅو خپل ماشومان له ۶ کلنۍ مخکې په ښوونځي کې شامل کړی ځکه په آسټرالیا کې د ماشومانو لپاره جبري ده ترڅو ښوونځي ته ولاړ شي. 

په یوه ښوونځي کې د خپل ماشوم د شاملولو لپاره باید ښونځي ته زنګ ووهئ یا ورشئ. همدا راز تاسو باید خپله ویزه، آسټرالیا ته د راتګ سندونه، د ماشومانو د زیږېدنې سند، د پخوانیو زده کړو سند او واکسین سندونه په ښوونځي کې د ماشومانو د شاملو پرمهال له ځان سره ولرئ.

په آسټرالیا کې د کورنیو او ماشومانو لپاره د ښوونځي پیل د ژوند یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، مګر دغه کار د نویو راغلو کډوالو لپاره له ننګونو څخه ډک دی.

کله چې کډوال ماشومان په آسټرالیا کې نوي ښوونځي‌ ته ځي،  هغوی د دغه هېواد له تعلیمي سیستم سره نابلده وي له همدې امله په ټولګیو کې له ستونزو سره مخ کېږي.
 Monday, April 20, 2020. Only the children of essential workers and students deemed vulnerable are expected at Queensland schools as part of the efforts to fight the COVID-19 pandemic. (AAP Image/Dan Peled) NO ARCHIVING
Michelle Merriman watches her daughter Audrey, 9, as she and her sister Grace, 8 Source: AAP
د Parents Victoria ادارې مشره، ګېل مکهارډي وايي‌ چې له ټولو لویه ستونزه په انګلیسي‌ ژبه نه پوهېدل دي او د ژبې ترڅنګ په هغو خویو او عادتونو باندې ځای پوهول دي چې د آسټرالیا په تعلیمي سیستم کې دي.

 "له ټولو لویه ستونزه په انګلیسي ژبې نه پوهېدل دي او د ژبې ترڅنګ هغو خویونو او عادتونو باندې ځان پوهول دي کوم چې د آسټرالیا د ښوونځيو په سیسټم کی شتون لري. د همدی لپاره دا ډیره مهمه ده چې ښونځي پدې پوه اووسي چې د دوي په ښونځیو کې د بېلابېلو ټولنو او مهاجرو زده کونکي شته او دوي ته باید لا ډېر وخت ورکړي ترڅو دا یقیني کړي چې یواځې دا نده چې ماشومان په ښوونځې کې داخله وکړي بلکې د هغو کورنۍ هم باید د زده کړې په پروسې کې شاملې اووسي."

د تعلیمي کال پرمهال ښوونکي د ماشومانو له میندې او پلرونه سره یو یا څو ځله مرکې ترسره کوي ترڅو د ماشومانو والدیونو ته د دوي د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي.

که چېرې تاسو په انګیسي ژبه نه پوهېږئ، نو د مرکې پرمهال تاسو د ژباړونګي په مرسته کولای شئ‌ د خپل ماشوم له ښونکي سره خبرې وکړئ.

ډیری کارپوهان پدې باور دي چې د خپل ماشوم له ښوونکي سره په یوې مرکې کې تاسو نشئ کولای د خپل ماشوم د پرمختګ د ټولو جزیاتو په اړه خبر شئ له همدې امله پکار ده ترڅو تاسو ښوونځو ته ولاړ شئ او په هغو پروګرامونو کې ګډون وکړئ‌چې ستاسو ماشومان په کې ګډون کوي.

"داسې ډیرې لارې شته چې والدین کولای شي، ویکټوریا ایالت کې د خپلو ماشومانو په زده کړو کې پراخه ونډه واخلي، زمونږ هڅونه لومړي قدم کې داده چې میندې او پلرونه باید د ښوونځي د والدینو ټولنه کې ځان شامل کړي."

د خپلو ماشومانو د زده کړو لپاره د ښوونځي انتخاب ګران کار دی. تاسو د خپلې سیمې د ښوونځیو په اړه معلومات لوستلی شئ.
'د ماشومانو د ساتنې خدمتونه'

که چېرې تاسو کوچني ماشومان لرئ او  آسټرالیا ته له راتګ وروسته، دلته  زده کړې کوئ یا کار کوئ، نو تاسو کولی شئ په آسټرالیا کې، د ماشومانو د پاملرنې خدمتونو ته د حکومت په مالي مرسته لاسرسی ولرئ.

د ماشومانو د پاملرنې او لومړنیو زده کړو خدمتونه ستاسو له ماشومانو سره د ټولنیزو، عاطفي او د زده کړې د مهارتونو په وده کې مرسته کوي.

د Early Childhood او Child Care ګروپ مرستیاله روس باکسټر وايي په آسټرالیا کې د ماشومانو د ساتنې لپاره بېلابیل انتخابونه شتون لري چې خلک کولای شي د هغو له ډلې څخه د خپلې خوښې خدمتونه انتخاب کړي. د ماشومانو د پاملرنې خدمتونه د ورځې لخوا منل شوي خدمتونونه دي ترڅو د ماشومانو د پاملرنې او کوچنیو ماشومانو ته د زده کړې خدمتونه وړاندې کړي.

د ماشومانې د پاملرنې په خدمتونو کې ځینې د Long day care خدمتونو په نوم یادېږي‌.  سهار وخته څخه تر ماښامه پورې خلک کولای شي‌ د ماشومانو د پاملرنې دغو خدمتونو ته لاسرسی ولري.

" ځکه ډیری له سهار وختي څخه خلاص وي تر ماښامه پورې ترڅو خلک وکولای شي‌ د ساتنې خدمتونو ته لاسرسی ولري."
Childcare
Source: Getty Images
آغلې باکسټر وايي چې د ماشومانو د ساتنې یو بل انتخاب د فیملي ډې کیېر (Family Day Care) په نوم یادېږي. دغه ډول خدمتونونه په عام ډول سره د ښوونکي یا ښونکې په کور کې وړاندې کېږي، پدې معنی چې تاسو خپل ماشومان د بل چا کور ته وړئ - دغه خدمتونه عموما ښځې وړاندې کوي.

نوموړې زیاتوي چې د خدمتونو بل ډول د Preschool په نوم یادېږي او د ښونځي له پیل یو کال مخکې دورې ته ویل کېږي. په ځینو ځایونو کې دغه خدمتونه د کنډر او په ځینو کې د preschool په نوم یادېږي. 

د آسټرالیا فدرال حکومت او ایالتي حکومتونه ټول د دغه ډول خدمتونو ملاتړ کوي.
د آسټرالیا مرکزي حکومت یواځې هغو کسانو سره د ماشومانو د ساتنې د مرکزونو په فیس کې مرسته کوي چې فعالیت ولري یا هم عاید یې تر ټاکل شوې اندازې زیات نوي.

دا چې تاسو کومه فیصدي مرسته له حکومت څخه ترلاسه کولای شئ پدې پورې اړه لري چې تاسو څومره فعالیت لرى یا مصروفه یاست او څومره عاید لرئ.

هغه کسان چې د آسټرالیا تابعیت او یا هم دایمي ویزه لري د هغو ماشومان کولای شي د Child Care Subsidy  مرسته ترلاسه کړي. د یو شمېر لنډمهاله یا کډوالو ویزو درلودونکي کسان هم کولای شي د ماشومانو د ساتنې لپاره ځانګړې مالي مرستې ته لاسرسی ولري.

خپل کور سره نږدې د ماشومانو د ساتنې مرکز یا وړکتون . که چېرې غواړئ د ماشومانو د ساتنې په برخه کې د حکومت د مرستې په اړه معلومات ترلاسه کړئ نو مهرباني وکړئ لیدنه وکړئ.


شریکول