'ژوند په آسټرالیا کې': کار او د کارګرانو حقونه

Workers' rights

Source: AAP

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د کار موندل په آسټراالیا کې د مېشتېدنې پروسې یوه مهمه برخه ده. هغه کسان چې نوي آسټرالیا ته راځي د کار پرمهال د نورو آسټرالیایانو په څېر حقونه لري. په دغه معلوماتي رپوټ کې مو د کارموندنې، په کارځای کې د حقونو او د بېکارۍ پرمهال د مرستو په اړه معلومات را غونډ کړي دي.


 هر هغه څوک چې د آسټرالیا ویزه ترلاسه کوي او دغه هېواد ته راځي، پدې مانا نده چې په دغه هېواد کې د کار حق لري. په سیډني ښار کې مېشت افغان وکیل ډاکټر نذیر داور وايي هغه کسان چې نوي آسټرالیا ته راځي، په دغه هېواد کې د کار له پیل مخکې باید خپله ویزه وګوري چې آیا د کار لري او که نه؟ 

ښاغلی داور وايي که چېرې یو څوک د کار حق نلري نو کولای شي د کار د حق ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وسپاري ترڅو په آسټرالیا کې د کار حق ترلاسه کړي.

"هر څوک چې آسټرالیا ته راځي لومړی باید د هغه ویزه وکتل شی چې آیا په ویزه کې هغه ته د کار حق ورکړل شوی دی که نه؟ که په ویزه باندې شرایط د ۸۱۰۱ لګول شوي وي نو دا خلک حق د کار په آسټرالیا کی نلری نو په دې خاطر چې حق د کار پیدا کړي، باید اپلیکیشن خانه پری کړي. مګر هغه کسان چې دا شرط په خپله ویزه باندې نلري نو هغه حق د کار لري په آسترالیا کې."
ښاغلی داور وايي هغه کسان چې په سبکلاس ۲۰۰، ۲۰۱، ۲۰۰۳، ۲۰۰۴ او ۲۰۵ ویزو آسټرالیا ته راځي په دغه هېواد کې د کار حق لري. مګر ځینې کسان د صحي ستونزو له امله کېدای شي د کار حق ونلري. 

"هغه کسان چی پر ۲۰۰ تر ۲۰۵ [ډول] وېزه راځي هغه ټول کسان په آسترالیا کی کامل حق د کار لري دا شرایط د هغو په ویزو کی نشته خو که استثنا ً د چا په ویزه کې دا شرط موجود وي نو د هغه ایسته کول سخت کار ندی."

په آسټرالیا کې د کار د حق په اړه لا ډېر معلومات د دغه هېواد لوستلی شئ.
Foodbank workers distributing boxes of donated food.
Source: Foodbank NSW & ACT
'کاري مرکه یا انټریو'

د نویو راغلو کډوالو لپاره د کار پیدا کول ډېر ستونزمن کار دی. که چېرې تاسو نوي آسټرالیا ته راغلي یاست او دلته کاري تجربه نلرئ نو ستاسو لپاره د کار پیدا کول د هغو کسانو په پرتله ډېر ګران دی چې په آسټرالیا کې پیدا شوي دي.

د  Job Transition Strategy له ادارې څخه رې پاوري وايي هغه کسان چې نوي آسټرالیا ته راغلي او  په دغه هېواد کې لږ کاري تجربه لري، د دې پرځای چې د Seek او Indeed  وېب پاڼو له لارې کار ولټوي باید هغو کارونو پسې وګرځي چې آنلاین ندي اعلان شوي.

"د یو کار لپاره له ۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۰ پورې غوښتنلیکونه سپارل کېږي، که تاسو هم نورو پسې ځۍ او ستاسو cv یا کاری سابقه  ۱۴۰۰ نورو سره یوځای د یو کار لپاره وړاندې شي نو بیا تاسي لږ چانس لری په ځانګړې توګه که تاسو آسټرالیا کې د کار تجربه نلرئ نو بیا ستاسو غوښتنلیک کې له نورو سره توپیر لیدل کیږي او بیا تاسي چانس نه تر لاسه کوئ."

د اېمز ادارې د انګلیسي ژبې استاد، لوک ټرېدوېل وايي که چېرې تاسو د آسټرالیا کاري تجربه نلری تاسو کولای شئ دغه تشه په داوطلبه یا والنټیر کار سره ډکه کړئ.

" که دوي د رضا کارۍ کومه موقع او آسانتیا تر لاسه کړي نو دا یوه بهترینه لار ده ترڅو آسټرالیا کې کاري تجربه تر لاسه کړي او هم آسټرالیا کې کاري کلتور سره ځان آشنا کړي. په ډېریو حالتونو کې چې تاسو په رضا کاره توګه کار کوئ نو هماغه اداره کې نور کارکونکي له تاسو سره خپله تجربه او مهارتونه شریک کوي."
مخکې لدې چې تاسو یوه کار ته خپله ریزومې و استوئ، پکار ده ترڅو د اعلان شوي کار او کارګمارونکې ادارې په اړه خپله څېړنه وکړئ او له غوښتنو سره برابره  رېزومې جوړه کړی ترڅو د ستاسو د کاري مرکې چانس پورته ولاړ شي.

ښاغلی لوک وايي کله چې تاسو یوه کار ته خپل خوښتنلیک سپاری نو ډیری وخت ستاسو کارمخینه د کمپیوټر لخوا کتل کېږي. که چېرې ستاسو کارمخینه او Cover Letter د اعلان شوي کار له غوښتنو سره سمون ونلري نو له لېست څخه وېستل کېږي.

"ستاسو resume د ځینو ټکو له مخې کتل کېږی، که چېرې ستاسو کارمخینه او cover letter  کاری غوښتنو ته ښکاره ځوابونه نه وي ورکړي نو بیا ډېر ژر ستاسو غوښتنلیک له سیستم څخه ویستل کیږی."
CV and resume with glasses and pen.
Source: Getty Images/Peter Dazeley
د او  ادارې له هغو کسانو سره په وړیا توګه مرسته کوي چې د کار په لټه کې دي. که چېرې تاسو له سنټرلینک څخه مالي مرسته ترلاسه کوئ، دوي داسې کسانو هم له تاسو سره د مرستې لپاره ګماري چې له تاسو سره مرسته وکړي.

 'کاري تجربه او کاري مرکه'

هغه کسان چې د لوی عمر لرونکو کسانو د انګلیسي ژبې پروګرام (AMEP) کې د شاملېدلو حق لري هغوی کولای شي په یوه بل پروګرام کې هم شامل شي چې د Pathways to work په نوم یادېږي.

د نويټاس انګلش له ادارې څخه فرزانه فرزانه وايي چې دغه پروګرام زمینه برابروي ترڅو آسټرالیا ته نوي راغلي کسان په دغه هېواد کې کار او ژوند ته آماده کړي.

"هغه کسان چې AMEP د پروګرام په شرایطو برابر دي کولای شي د Pathways to work په پروګرام کې شامل شي او دغه پروګرام د 'اې ام اي پي' پروګرام په شرایطو برابرو کسان په آسټرالیا کې کار او ژوند ته تیار کړي. "
د AMEP او Pathways to Work پروګرامونه د آسټرالیا د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت په مالي مرسته وړاندې کېږي.  دغه پروګرام نویو راغلو کسانو ته یو فرصت دی ترڅو کاري مهارتونه زده کړي او په آسټرالیا کې کاري تجربه ترلاسه کړي.

آغلې فرزانه وايي‌ دغه پروګرام له ګډونوالو سره د رېزومې لیکو او کاري مرکې ته د چمتو کېدو په برخه کې مرسته کوي او د آسټرالیا په کچه یو منل شوی پروګرام دی.

"په جریان د دغه [Pathways to Work]  پروګرام  کې هغوی د ځانګړو صنعتونو په اړه او د رېزومې لیکو په اړه زده کوي، د کاري مصاحبه په زده کړه کړې مرسته کوي."

که چېرې تاسو غواړئ‌ په دغه پروګرام کې شامل شئ ترڅو په آسټرالیا کې د کار لپاره آماده شئ نو مهرباني وکړئ د له وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
working on Laptop
Source: Getty Images/Emilija Manevska
'د کارګرانو حقونه'

آسټرالیا ته له راتګ وروسته چې کله تاسو په دغه هېواد کې کار پیل کړئ نو تاسو د کار پرمهال ځانګړي حقونه او مسئولیتونه لرئ.

په سیډني ښار کې مېشت افغان وکیل، ډاکټر نذیر داور وايي، هغه کسان چې آسټرالیا ته په بشردوستانه ویزو راغلي د کار پرمهال د نورو آسټرالیایانو په څېر حقونه لري. 

" کوم شرایط او حقوق چی ټول آسټرالیایان لري، هغه کسان چی په humanitarian (بشردوستانه) ویزو راغلي دي او غواړي دلته کار وکړي تول همدا حقونه لري. د مثال په توګه حق لري چې معاش واخلي، معاش یی هم په سټنډرډ برابر وي، کار یی باید بیمه ولري، باید حق د تقاعد ولري."

ښاغلی داور وايي، د دې ترڅنګ چې نوي راغلي کسان د کار پرمهال د حداقل معاش، کاري بیمې او تقاعد حق لري، دوي همدا راز د رخصتی حق هم لري.
ښاغلی داور زیاتوي هغه کسان چې په نغدو پیسو کار کوي او حکومت ته خبر نه ورکوي نو دغه کار غیر قانوني ده. هغه کسان چې په نغدو پیسو کار کوي باید د اې بي ان نمبر ولري او حکومت ته د خپل عاید مالیه وکړي.

" په نقدو پیسو کار یو غیر قانوني کار دی. هر هغه څوک چې په cash (نقدو پیسو) کار کوي، هغه باید ABN نمبر ولري، خپل تکس باید پخپله دولت ته ورکړي او خپل عاید له دولت سره راجستر کړي. دوی باید خپل کار بیمه کړي او که خپل عاید راجستر نکړي نو دا یو جرم دی."
Food services staff
Source: Getty
که چېرې تاسو په آسټرالیا کې د کار په لټه کې یاست او له مالي ستونزو سره مخ یی نو تاسو کولای شی د حکومت مالي مرستو ته لاسرسی ولرئ.

هغه کسان چې له ۲۲ کلونو لوی او له تقاعد څخه کم عمر لري کولای شي د جاب سیکر پیسو ته لاسرسی ولري.

د ۲۰۲۰ کال د مارچ د میاشتې له ۲۰ نېټې مخکې له بېکاره کسانو سره د حکومت مالي مرسته د نیو سټارت الونس په نوم یادېده، چې اوس د جاب سیکر په نوم یادېږي. 

تاسو کولای پدې اړه لا ډېر معلومات له وېب پاڼې څخه ترلاسه کړی.


شریکول