' ژوند په آسټرالیا کې': د نوي کال رخصتۍ او د اوړي په موسم کې خوندي پاتې کېدل

Water Safety

Source: SBS

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

آسټرالیا د اوړي په موسم کې یو په زړه پوری ځای دی. مګر پکار ده ترڅو تاسو له اورلګېدنو، سیلابونو، ډوبېدو او پوستکي له سرطان څخه په امن کې اوسئ. په دغه معلوماتي رپوټ کې مو د رخصتیو او د اوړي په موسم کې د خوندیتوب په اړه معلومات را غونډ کړي دي.


 آسټرالیا د اوړي په موسم کې یو په زړه پوری ځای دی. مګر پکار ده ترڅو تاسو له اورلګېدنو، سیلابونو، ډوبېدو او پوستکي له سرطان څخه په امن کې اوسئ. په دغه معلوماتي رپوټ کې مو د رخصتیو او د اوړي په موسم کې د خوندیتوب په اړه معلومات را غونډ کړي دي.

د نورو مذهبونو او دودونو په څېر، کریسمس هم په بېلابېلو هېوادونو کې په مختلفو ډولونو سره نمانځل کېږي. کریسمس د حضرت عیسی د زېږېدنې کلیزې لمانځلو لپاره یوه مذهبې غونډه ده چې په ټوله نړۍ کې د عیسویانو لخوا په ځانګړو  مراسمو کې نماځل کېږي.
Christmas tree on the beach
Christmas tree on the beach Source: Getty Images/Laura Howden

'په اوبو کې له ډوبېدو مخنیوی'

په آسټرالیا کې د ډیسمبر، جنورۍ او فبرورۍ میاشتې د اوړي میاشتې وي، له همدې امله ښونځي د ډیسمبر له نیمايي څخه د جنورۍ تر پایه پورې رخصت وي. د ښونځو د رخصتیو پرمهال، د کریسمس او نوي کال رخصتۍ همه راځي چې په دغه موده کې آسټرالیایان د سیل او چکر په موخه بېلابېلو ځایونو ته ځي

آسټرالیا له ۱۰ زره څخه زیاتې سمندرغاړې لري، د اوړي موسم بیا هغه وخت دی چې په آسټرالیا کې خلک سمندرغاړو ته ورځي ترڅو له ولامبي او له طبعیت څخه خوند واخلي. مګر که چېرې احتیاط ونشي نو له سمندغاړو څخه خوند اخیستل په مصیبت هم بدلیدی شي.

هغه کسان چې نوي آسټرالیا ته راځي، د  آسټرالیا د نورو اوسېدونکو په پرتله زیات په خطر کې دي.
رمزی حسینی، شاوخوا ۷ کاله مخکې هغه وخت چې د انګلیسي ژبې په زده بوخت وه، د ادارې د لامبو د زده کړې په پروګرام کې برخه اخیستې او اوسمهال په یادې ادارې کې کار کوي.

هغه وايي‌، کوم کسان چې په بهر کې پیدا شوي، د آسټرالیایانو په پرتله ۵ برابره زیات چانس شته ترڅو په اوبو کې ډوب شي، ځکه دوي په خپلو هېوادونو کې اوبه ندي لیدلي او د اوبو له خطرونو څخه بې خبره دي

" ډیری له هغو هېوادونو څخه آسټرالیا ته راغلي چې اوبه یې نه دي لیدلي، سمندر یې نه دی لیدلی، د سمندر له خطرونو خبر نه دي. ځینې یې موسم نه پیژني، چې [ د لامبو لپاره] هوا څنګه ده."
Drowning
Source: Pixabay
ښاغلی حسینی وايي، په آسټرالیا کې په هرځای کې اوبه شته له همدې امله ۵ ټکي باید تل په پام کې و نیول شي. هغه وايي‌ کله چې تاسو لامبو ته ځئ نو یواځې مه ځئ، له ځان سره داسې یو کس بوځئ‌ چې له تاسو سره مرسته وکړئ شي. 

د دې ترڅنګ له لامبو مخکې د سمندرغاړې هوا وګورئ او  د سره او زیړ بیرغ په منځ کې سیمه کې لامبو کړئ. همدا راز په سمندرغاړې کې د لامبو پرمهال د اوبو څپې وګورئ او له لامبو څخه مخکې له داسې درملو کار مه اخلئ چې پر تاسو منفي اثر لري.

'د کب نیونې پرمهال په اوبو کې ډوبېدل'

شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۰ م کال کې ۲۴۸ کسان په آسټرالیا کې ډوب شوي چې ۸۰ سلنه یې نارینه وه.

شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۹کال د جولای او د ۲۰۲۰ کال د جون ترمنځ په یوه کال کې شاوخوا ۵۰۰ کسان له ډوبېدلو څخه ژغول شوي دي.

د ویکټوریا ایالت د کب نیونې له ادارې څخه نتاشا ویلز وايي چې لامبو، کب نیونه او کښتۍ چلول په اسټرالیا کې د خلکو د ډوبېدلو درې اصلي لاملونه دي.

آغلې ویلز وايي‌ چې د مختلفو کلتورونو خلک له کب نیونې څخه خوند اخلي، مګر مهمه ده چې کب نیونه خپل قوانین لري او تاسو باید د قوانینو اطاعت وکړئ ځکه درنې جریمې لري

"دا مهمه ده چې پوه شئ چې د کب نیولو لپاره مقررات شتون لري، او تاسو باید هغه تعقیب کړئ، ځکه چې له قوانینو سرغړونه درنه جریمه لري."
Two men in a boat, fishing
Source: Getty Images/Ingetje Tadros
آغلې ویلز وايي‌ کله چې تاسو کب نیونې ته ځئ نو مهمه ده ترڅو داسې کسانو ته ووایی چې چېرته ځئ، چې له تاسو سره کب نیونې ته نه ځي ترڅو پوه شي چې څه وخت ځئ‌ او څه وخت بېرته راځئ. همدا راز  لږ تر لږه له دوه نور کسان هم ولاړ شئ‌ او د ژغورنې جاکټ هم له ځان سره یوسئ.

"لږ تر دوه نور کسان درسره یوسئ‌ ترڅو له یو بل سره مرسته وکړئ او همدا راز وګورئ‌ چې تاسو چېرته کب نیونه کوئ او څرنګه کولای شئ‌ د هوا له بدلون سره سیمه پرېږدئ."

'د پوستکي سرطان'

د ډوبېدو ترڅنګ یو بل خطر چې خلک ورسره په اوړي کې مخ وي، هغه د پوستکي د سرطان خطر دی. 

په کوینزلنډ ایالت کې فامیلي ډاکټر، عطاالله شینواری وايي، د جلدي سرطان ناروغي په هغو کسانو کې لیدل کېږي چې په لمر کې کار کوي‌ او یا هم په آګاهانه ډول سره غواړي ځان ته لمر ورکړي.

"د پوستکي سرطان یو د هغه ناروغیو څخه ده چې معمولا ًپه هغه خلکو کی پیدا کېږي چې هغه لمر ته ډېر معروض کیږي یا د کور څخه د باندی کارونه کوي او یا په آګاهانه ډول سره ځي بیچونو ته او هلته غواړي ځان لمر ته معروض کړي."
Olas de calor y efectos del sol en el verano australiano
Source: Getty Images
آسټرالیا د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پوستکي سرطان په کې زیات دی. دا چې په آسټرالیا کې د پوستکي سرطان ولې زیات دی، پدې آړه ډاکټر شینواری داسې وايي:

ډاکټر شینواری وايي چې له جلدي سرطان څخه د خوندي پاټې کېدلو بیلابېلې لارې شته د بیلګې په توګه آسانه لار یې داده ترڅو پوستکی پټ وساتل شي او یا هم له هغو کیمیاوي کریمونو څخه استفاده وشي‌ چې د لمر تاثیرات په جلد کموي.

"څو لارې دي، خو د هغو څخه یوه لاره چې آسانترینه لاره ده چې مونږ څنګه کولای شو، خپل پوستکی وپوښو یعنی لمر ته یی د معروض کېدو څخه مخنیوی وکړو. فرض مثال د مخ پوستکی مونږ کولای شو یو قسم خولی ګانې دي چي هغه یو پيک لري په خپل شاوخوا کې چې هغه کولای شي د لمر د مستقیم معروض کېدو د جلد څخه مخنیوی وکړي او مخ د لمر له خطر څخه وساتي."

ډاکټر شینواری وايي چې سن سکرین بېلابېلې درجې لري لکه SPF30 او SPF50. هغه زیاتوي که چېرې مونږ غواړو جلد مو ښه وساتل شي نو پکار ده ترڅو له SPF50 څخه استفاده وکړو.

د پوستکي سرطان په اړه لا ډېر معلومات څخه ترلاسه کولای شئ.

'د اورلګېدنو پرمهال خپل ځان او کور ژغورل'

د اوړي پرمهال په آسټرالیا کې اورلګېدنې هم رامنځ ته کېږي. د اور لګېدنو پر مهال د خپل ځان او کور د ژغورلو لپاره د یو پلان شتون مهمه ده. که چېرې تاسو په هغو سیمو کې ژوند کوئ چې د اور لګېدنې چانس په کې زیات دی نو باید د اور وژنې پلان ولرئ.

کیپټان فېل ټاونسینټ ، د وېکټوریا په ایالت د  کنټري فایر آتورټي ، د اور وژنې ادارې رضاکاره اور وژونکی دی.  هغه وايي تاسو باید خپل چمتووالی له یوې ساده کتنې سره پیل کړئ. پدې مانا چې تاسو وګوره چې آیا د اوبو پمپ په کور کې لرئ او که نه؟ ترڅو د اور لګېدنې پر مهال د خپل کور د چت اور مړ کړئ. 

د دې ترڅنګ تاسو باید وګورئ چې آیا د اور وژنې لپاره یو پلان له تاسو سره شته او که نه. نوموړی همدا راز په دې خبرې هم تاکید کوي چې د اور وژنې د پلان ترڅنګ د اور لګېدنو پر مهال د ځان ژغورلو لپاره د پلان شتون هم لازمي ده.
How to prepare for bush fire in your area
2019-20 yazında yok olan ormanlık alan Türkiye'nin onda birinden fazlaydı. Source: Getty Images
ښاغلی تاونسنډ وايی چې خلک باید لاندې مهمو ټکو ته پام وکړي:

  • د خپل کور د اوبو ناوه له پاڼو او وړو لرګیو څخه پاکه کړئ

  • د اوبو شیندلو سیستم له ناوو سره وصل کړئ

  • د خپل کور د چمن واښه مه پرېږدی چې لوی شي

  • د اوبو یو اوږد پیپ ولرئ ترڅو د کور هرې برخې ته ورسېږي

ښاغلی تاونسنټ همدا راز وايي چې د آسټرالیا د هر ایالت د اور وژنې له ادارې څخه د اور وژنې پلان ترلاسه کولای شئ.

" د آسټرالیا په هر ایالت کې د اور وژنې ادارې پر خپله وېب پاڼه د کور پرېښودلو یا خالي کولو پلان لري او تاسو کولای شئ هغه ترلاسه کړئ."
په خپل ایالت او سیمې کې د اور وژنې ادارې له وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ او د خپل کور د ژغورلو په اړه لازم معلومات ترلاسه کړئ. 

په وېکټوریا ایالت کې د جلدي سوځېدنو په اړه لا‌ ډېر معلومات له څخه ترلاسه کولای شئ.

که چېرې تاسو غواړئ په خپله ژبه د اور وژنې خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کړی،.


شریکول