'ژوند په آسټرالیا کې': د آسټرالیا لومړني اوسېدونکي او اوښبه افغانان

Afghan Cameleers in Australia

Source: Getty Images/DEA/ICAS94

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

ابوریجنل او ټوریسټرېټ آیلنډرز د آسټرالیا اصلي اوسېدونکي دي چې په دغه هېواد کې له ۵۰ زره کلونو اوږد تاریخ لري. آسټرالیا ته د اروپایانو له راتګ وروسته په ۱۸۶۰م کال کې لومړی ځل یو شمېر افغانان آسټرالیا ته راغلي چې د اوښبه افغانانو په نوم یادېږي. په دغه معلوماتي رپوټ کې مو د آسټرالیا د لومړنیو اوسېدونکو او اوښبه افغانانو د تاریخ په اړه معلومات را غونډ کړي دي.


د آسټرالیا اصلي اوسېدونکي لسګونه زره کاله اوږد تاریخ لري او په دوو ډلو ویشل شوي چې یوې ډلې ته ابوریجنل او بلې ډلې ته ټوریس سټریټ آیلنډرز ویل کېږي.

د ۲۰۱۶ کال د سرشمېرنې آمار ښيي چې په آسټرالیا کې نږدې ۸۰۰ زره بومیان ژوند کوي او د دغه هېواد ۳.۳ سلنه نفوس جوړوي. مگر د آسټرالیا پاتې نور خلک په اصل کې د هغو آسټرالیایانو له نسل څخه دي د نړۍ له نورو هېوادونو څخه آسټرالیا ته راغلي او اوسمهال آسټرالیا د بېلابېلو کلتورونو د خلکو ګډ کور دی.

د ویسټرن سیډني پوهنتون استاد، ډاکټر احسان آذري وايي، د آسټرالیا لومړني اوسېدونکي شاوخوا ۶۵ زره کاله وړاندې له آسیا څخه آسټرالیا ته راغلي او دلته یې خپل استوګنه پیل کړې.

" دوي ورته ابوریجنل وایي، چې د آسټرالیا اصلي اوسیدونکي دي او همدا راز د آسترالیا شمال ختیځ خوا ته یوه ټاپو ده چې هغه ټوریسټریټ نومیږي، د دې ټاپو اوسیدونکي د آسټرالیا اصلي اوسېدونکي دي چې دوي دغه دوه نومونه لري."

"دوي کابو ۶۵  زره کاله د مخه د لومړی ځل لپاره آسټرالیا ته راغلي دي."
ښاغلی آزري وايي چې د دوي د اصليت په اړه نور نظریات هم شته چې دوي لومړی له افریقا څخه آسیا ته او بیا له آسیا څخه آسټرالیا ته راغلي‌ دي:

" د دوي د اصلیت موضوع په اړه نورې تیوري ګانې هم شته، ځینې تاریخ لیکونکي وایي چې دوي اصلاً له آفریقا څخه ۷۰ زره کاله د مخه د آسیا ختیځې خوا ته تللي او مهاجرتونه یی کړي دي او بیا وروسته آسترالیا ته راغلي دي."
Charcoal Lane mural in Melbourne’s Gertrude Street, Fitzroy
Source: Source: NITV

'اوښبه افغانان'

مخکې لدې چې اروپایان اسټرالیا ته راشي او دلته استوګنه پیل کړي. یواځې بومي آسټرالیایانو د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کاوه.

د آسټرالیا له کشف وروسته، په ۱۷۸۸م کال کې لومړی ځل د اروپایانو اسټوکنه په آسټرالیا کې پیل شوې او تر هغې وروسته د اروپایانو یو زیات شمېر لویې ډلې د بېړیو له لارې آسټرالیا ته راغلي.

کله چې لومړی ځل اروپایان آسټرالیا ته راغلي و. په هغه وخت کې  د دغه هېواد لرې پرتو سیمو ته تګ راتګ ډېر ګران کار و. مګر اروپایانو غوښتل ترڅو د آسټرالیا لرې پرتې سیمې له ښارونو او سیمو سره وتړل شي او د خوراکي توکو او معادنو د انتقال لپاره د حل اسانه او ارزانه لار وموندل شي.

 له همدې امله د آسټرالیا په ځینو مستعمرو کې چارواکو پریکړه کړې و ترڅو اوښان اسټرالیا ته راوستل شي ‌ ځکه اوښانو کولای شول  په وچ اقلیم کې د اوبو او خوړو له ستونزې پرته د آسټرالیا لرې پرتو سیمو ته سفر وکړي.
د ویسټرن سیډني پوهنتون استاد، ډاکټر احسان آزري وایی چې په ۱۹۶۰ کال کې لومړی ځل درې ته افغانان آسټرالیا ته راوستل شوي او تر هغې وروسته نورو افغانانو ته لاره پرانستل شوې او په زرهاوو نور آسټرالیا ته راغلي.

"لومړی ځل [آسټرالیا ته] درې تنه افغانان راغلي په ۱۸۶۰ کال کې."

" بیا وروسته په همدې لسیزه کې نور په زرهاوو تنه افغانان دلته راوستل شوي،  ددې لپاره چې د آسټرالیا اقتصادي بنسټ جوړ کړي."
Shipping camels 1884
Source: Getty Images/DEA/BIBLIOTECA AMBROSIANA
په ځینو خپرو شویو اسنادو کې راغلي چې لومړني درې ته اوښبه افغانان د دوست محمد خان، حسن خان او جمعه بلوڅ خان په نومونو یادېدل چې آسټرالیا ته راغلي‌ وه.

آسټرالیا ته د اوښبه افغانانو د راتګ لړۍ د څو لسیزو لپاره دوام پیدا کړی. ځینې خپاره شوي آمار ښيي چې د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰ م کلونو ترمنځ شاوخوا ۳ اوښبه افغانان آسترالیا ته د کار لپاره راغلي وه.

د سویلي اسټرالیا د ایالتي کتابتون اسناد ښيي چې په آسټرالیا کې د افغانانو تاریخ له ۱۸۰ کلونو څخه هم زیات دی او لومړی ځل په ۱۸۳۸م کال کې ۱۸ افغانان له خپلو اوښان سره د سویلي آسټرالیا ایالت ته رواستل شوي وه.
Afghan Cameleers in Australia
Source: AAP Image/Broken Hill City Library
په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت پر وېب پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي چې ډیری اوښبه افغانان د افغانستان له کندهار، هلمند، نیمروز، کونړ او ننګرهار ولایتونو څخه اسټرالیا ته د کار لپاره راغلي و. 

ځینې اسناد ښيي چې یو شمېر کسان  له بریټانیوي هند څخه هم اسټرالیا ته راغلي و چې د اوښبه افغانانو په نوم پېژندل کېده. د یادولو وړ ده چې له بریټانیوي هند څخه د راغلو کسانو په ډله کې هم د داسې کسانو نومونه لیدل کېږي چې په اصل کې افغانان و.

'د اوښبه افغانانو مهم کارونه'

آسټرالیا ته له راتګ وروسته اوښبه افغانانو  په څلورو اصلي برخو کې مهم کارونه ترسره کړی او یو شمېر میراثونو ورڅخه پاتې دي. 

لومړی، ، د اوښبه افغانانو په مرسته څېړونکي پدې توانیدلي ترڅو د آسټرالیا هغو سیمو ته سفر وکړي چې مخکې څېړونکي نه و توانیدلي.

خپاره شوي اسناد ښيي چې د ۱۸۷۰ او ۱۸۹۰ کلونو ترمنځ  یو شمېر اوښبه افغانانو له هغو ډلو سره کار کړی چې غوښتل یې د اسټرالیا لرې پرتې سیمې کشف کړي. 

د بېلګې په توګه  په ۱۸۷۲ م کال کې د حکومت په مالي ملاتړ د ویلیم ګاس په مشری، درې تنو افغانانو هر یوه ،کامران، جمع خان او الانه په یوې پروژې کې ونډه درلوده چې پایله کې توانېدلي ترڅو ۱۳۲ زره کیلومتره مربع ځمکه د اسټرالیا په مرکزي سیمو کې کشف کړي.
Statue depicting an Afghan soldier and his camel is seen at the Alice Sprigs railway station, where the Ghan train waits on Nov. 12, 2009.
Source: AAP Image/James Shrimpton
دویم، اوښبه افغانانو  د اورګاډي د پټلۍ او تم ځایونو د جوړولو په برخه کې هم مهم کارونه ترسره کړي، له همدې امله ده چې.

دریم،  په اسټرالیا کې د اوښبه افغانانو بل مهمه کار داو چې هغو به د آسټرالیا  له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د شیانو او معادنو د لېږد چارې هم پر مخ وړلې.

اوښبه افغانانو د اسټرالیا  ترڅنګ خپل دین او فرهنګ ته هم د پام وړ کار کړی دی او د دغه هېواد په تاریخ کې یې لومړنی جومات جوړ کړی. ښاغلی آزري وايي چې اوښبه افغانان له خپل دین او کلتور سره مینه درلوده له همدې امله آسټرالیا ته را تګ سره یې دلته جوماتونه جوړ کړي.

" دوي چې د لومړي ځل لپاره  راغلل  نو دوی به جوماتونه جوړول، الیسپرنګ کې د دوی مهم مرکز وه نو دوی هلته یو د خرما باغ جوړ کړ چې په دې بڼ باندې یې  د مکې د خرما بڼ نوم کېښوده."
First Mosque in Australia
Source: Embassy Of Islamic Republic Of Afghanistan
راپورونه ښيي چې. له یاد جومات وروسته اوښبه افغانانو په ۱۸۸۸ م کال کې د اډېلېډ ښار لوی جومات جوړ کړی او تر هغې وروسته د آسټرالیا په نورو سیمو کې هم د اوښبه افغانانو لخوا جوماتونه جوړ شوي.

'په تاریخي آثارو کې له اوښبه افغانانو یادونه'

ډاکټر آزري وايي چې لیکوالانو او څېرونکو په خپلو لیکنو او فلمونو کې له اوښبه افغانانو څخه په ښه نوم یادونه کړې ده.

"زیاتره هغه اکاډمیکې څیړنې چې شوي دي, فلمونه جوړ شوي دي په دو کې چې زه ګورم د آسټرالیا لیکوالانو ډېر وفاداری کړې ده او حقایق یې ویلي دي."

ښاغلی آزري وايي څومره خدمت چې اوښبه افغانان آسټرالیا ته کړی په هغه اندازه د دوي له کارونو څخه ستاینه نده شوې.

" له بده مرغه، دولت د آسټرالیا هغه شی چې د دوی حق وه او هغه شی چې د دوی حق ده ، هغومره قدردانی په رسمي ډول باندې نشته."
ډیری تاریخ پوهان لیکي چې  اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو راتګ تر ۱۹۲۰ م کال پورې دوام پیدا کړی او تر هغې وروسته نور اوښبه افغانان اسټرالیا ته ندي راغلي.

اوښبه افغانانو اجازه نه درلوده ترڅو خپلې کورنۍ له افغانستان څخه اسټرالیا ته راولي،  له ۱۹۲۰م کال وروسته خو یو شمېر بیا په آسټرالیا کې پاتې شوي‌ او له بوميانو او اروپایانو سره یې ودونه کړي.

د آسټرالیا په آډېلېډ ښار کې لیکواله او څېړونکې ډاکټر پامیلا راجکووسکي وايي چې د اوښبه افغانانو قصه د دوه لویو وچو یا براعظمونو داستان دی. هغه وايي‌ چې دا خلک د افغانستان له ځینو برخو او بلوچستان څخه، له مختلفو کلتورونو سره راغلي وه. 

"دا د دوو براعظمونو کیسه ده چې دا خلک د افغانستان له ځینو سیمو څخه راغلي وه، له بلوچستان څخه راغلي وه چې اوس د پاکستان برخه ده."
Afghan Cameleer
Source: AAP Image/State Library of Queensland
د اوښبه افغانانو پاتې نسل اوس هم د اسټراليا سویلي او مرکزي سیمو کې ژوند کوي ولې هغوی په پښتو او دري ژبو خبرې نشي کولی. ډاکټر پامېلا وایي، کله چې لومړی ځل افغان کډوالی اډېلېډ ښار ته راغلي‌ نو د اوښبه افغانانو له پاتې نسل څخه یوه کس ویلي وه چې د افغان کډوالو په اړه اندېښمن دي ځکه له لرې ځای څخه راغلي او کېدای شي چې د دوي خویندې او ورونه واوسېږي او له هغه کلي څخه راغلي اوسي چې نیکونه یې راغلي وه.

"زما په یاد دي کله چې لومړۍ ډله افغان کډوال اډیلیډ ښار ته راغلي وه، د اوښبه افغانانو اولادونو راته وویل چې موږ د دوی په اړه اندیښمن یو."

" دوی ما ته وویل چې دوی کېدای شي زمونږ خویندې او ورونه واوسېږي."
د نیو ساوت وېلز ایالت د بروکېن هېل سیمې اوسېدونکي ډارن حسن وايی چې نیکونه یې اوښبه افغانانو او ویاړي چې د اوښبه افغانانو له نسل څخه دی. نوموړی وايي، پکار ده ترڅو د اوښبه افغانانو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي چې دوي څوک وه او دلته یې څه کړي وه. هغه زیاتوي چې معلومداره چې حکومت پدې برخه کې مسولیت لري.

"زه فکر کوم چې د دوی په اړه په پراخه کچه پوهاوی چې دوی څوک وو او څه یې وکړل نو دا به په زړه پوري وي. معلومداره چې په دې برخه کې حکومت مسئولیت لري."

د اوښبه افغانانو د ژوند په اړه لا ډېرې کیسې کولای شئ


شریکول