'ژوند په آسټرالیا کې': د مالیې د ورکړې او بهر ته د پیسو د لېږد په اړه مهم معلومات

Tax and money transfer overseas

Source: Joel Carrett/AAP

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

که چېرې تاسو په آسټرالیا کې له کار، سوداګرۍ یا پانګونې څخه پیسې ترلاسه کوئ، نو تاسو باید د آسټرالیا حکومت ته مالیه ورکړئ. په دغه رپورټ کې مو د مالیې د ورکړې، د پیسو د لېږد او له کورنیو سره د فیملي ټکس بینفټ په نوم مالي مرستو په اړه معلومات را غونډ کړي دي.


اوسمهال شاوخوا ۲۷۰ میلیونه کسان له خپلو اصلي هېوادونو څخه بهر په نورو هېوادونو کې ژوند او کار کوي. له دغې ډلې څخه یو زیات شمېر بېرته خپلو هېوادونو  ته پیسې استوي. 

د نورو هېوادونو په څېر له آسټرالیا څخه هم یو زیات شمېر خلک په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو کورنیو غړو او دوستانو ته پیسې استوي. له آسټرالیا څخه نورو هېوادونو ته د پیسو د لېږد بېلا بېلې لارې شتون لري. د بیلګې په توګه خلک کولای شي د، ، بانکي حساب او یا هم د حوالې سیستم له لارې افغانستان، پاکستان او یا نورو هېوادونو ته پیسې ولېږدوي.

په سېډني ښار کې مېشت افغان، آصف بارز له تېرو شاوخوا ۲۳ کلونو راهیسې د حوالې سیستم له لارې د پیسو د لېږد را لېږد خدمتونه وړاندې کوي. ښاغلی بارز وايي چې د پیسو د لېږد بېلابېلې لارې شته، مګر افغانستان ته د پیسو د لېږد آسانه لار د حوالې سیستم له لارې د پیسو لېږل دي.

"د پیسو لیږلو څو طریقې دي دلته، یو خو وېسټرن یونین ده چې سابق ډېر آسان وه خلکو ته،  پیسې لیږل د بانک له چینل نه هم کېږی، یعنې له یو بانک نه بل بانک ته پيسې لیږل کېږي. آسانه طریقه یې د حوالې کار دی"
ښاغلی بارز وايي، هر هغه څوک چې په آسټرالیا کې د پیسو د حوالې کار کوي، هغوی باید خپل کاروبار سره راجسټر کړي. آسټرک د مالي راکړې ورکړې د څار مسئولیت لري ترڅو د پیسو د غېر قانوني لېږد مخه ونیول شي.

"هر هغه څوک چې نن سبا د حوالې کار کوي، په آسټرالیا کې دوی ریمیتنس ورته وايي یا Currency Exchange dealer دي.  دوی باید آسټرک سره راجستر وي، آسټرک  یوه برخه د taxation ده، چې دوی هغه پیسې تحلیلوي چې خلک یې لیږی، که چیرې د یو چا پیسې غیر قانونی وي په هغه پوهېږي."
Modern Keyboard with Blue Money Transfer Button
Source: iStockphoto
ښاغلی بارز وايي که چېرې یو څوک غواړي  ۱۰ زره ډالره او یا تر هغې زیاتې پیسې بهر واستوي نو د دې لپاره باید آسټرک ته جلا راپور ورکړل شي چې په نوم یادېږي.

"یو بل راپور لیکل کېږي ته چې دغه سړی ۱۰۰۰۰ ډالر ولېږل او دلیل یې هم ویل کېږی. که چېرې مونږ په یو چا باندې مشکوک شو چې دا مثلاً دتروریزم پيسې دي یا د drugs او یا هم د money laundering پیسې دي نو باید په قانوني توګه مونږ suspicious transaction یا SSR په نوم آسټرک ته راپور ورکړو تر څو زمونږ مسئولیت خلاص شی."

که چېرې تاسو په آسټرالیا کې کار کوئ یا غواړئ له خپلو سپما پیسو څخه یوه اندازه پیسې بهر نورو هېوادونو کې د کورنۍ غړو یا دوستانو ته واستوئ، پدې کې هېڅ ستونزه نشته او تاسو کولای شئ له قانوني لارو خپلې پیسې بهر واستوئ.

ښاغلی بارز وايي که چېرې ستاسو پیسې قانوني وي، نو تاسو حق لرئ ترڅو بهر ته پیسې و اوستوئ او پدې کې هېڅ ستونزه نشته.

تاسو کولای شئ، بهر ته د پیسو د لېږد او له بهر څخه د پیسو ترلاسه کولو په اړه لا ډېر معلومات

'په آسټرالیا کې د مالیې ورکړه'

د پیسو د لېږد ترڅنګ مو په دغه راپور کې د مالیې د ورکړې د سیستم په اړه هم معلومات را غونډ کړي دي. که چېرې تاسو په آسټرالیا کې له کار، سوداګرۍ یا پانګونې څخه پیسې ترلاسه کوئ، نو تاسو باید د آسټرالیا حکومت ته مالیه ورکړئ. 

د مالي چارو کارپوه نصیر شفق وايي، هر هغه څوک چې په آسټرالیا کې کار کوي‌، که هغه د دغه هېواد تابعیت، لنډمهاله او دایمي ویزه ولري نو باید د آسټرالیا حکومت ته مالیه ورکړي.

"هر څوک چې په آسټرالیا کی ژوند کوي، که په موقتي ویزه وي یا دائمي او یا آسټرالیایی وي نو دوی مجبوره دي تر څو ټکس [مالیه] ورکړی"

" یعنی هر هغه څوک چې په آسټرالیا کې میشت دی او قانوني کار کوي او  پیسی ګټي،  باید ځان ثبت کړي او خپله کلنۍ مالیه د آسټرالیا د مالیې دفتر یا ATO ته و سپاري."
Paying Payroll Tax, ANZ,
Source: AAP
په آسټرالیا کې مالي کال له عادي کال سره توپیر لري. کله چې خلک په دغه هېواد کې مالیه ورکوي، حکومت بودجه اعلانوي یا نور دولتي پلانونه اعلانېږي نو دا هر څه د آسټرالیا په مالي کال کې باید ترسره شي.

د آسټرالیا د مالي‌ کال په اړه ښاغلی شفق داسې وايي: 

"په آسټرالیا کی calendar year او مالي کال سره فرق لري. له ۱ د جنورۍ نه تر ۳۱ د ډسمبر پورې calendar year دی. خو په آسټرالیا کی مالي کال یا (Financial year)  له ۱ د جولای نه تر ۳۰ د جون پورې دی."

"په آسټرالیا کی Tax time یا د مالیې ورکولو وخت له ۱ د جولای نه تر ۳۱ د اکټوبر پوری دی چې خلک باید په دی ټایم کی خپله کلنۍ مالیه ورکړي, که چېرته مالیه ورنکړي نو په هغه ممکن جریمه راشي."
ښاغلی شفق وايي که چېرې تاسو نه شئ کولئ‌ پر وخت مالیه ورکړی نو پکار ده ترڅو سره خبرې وشي ترڅو یاده اداره ورته زیات وخت ورکړي. که چېرې یو څوک مالیه ورنکړي‌ او دلیل هم ونلري نو جریمه کېدای شي.

"زما په آند که چېرې یو څوک مشکل ولري او مالیه نشي ورکولای، د دې لپاره ښه دا ده ترڅو د آسټرالیا د مالیې له ادراې سره خبری وکړي." 

" که چېرې یو څوک مالیه نه ورکوي او دلیل هم ونلري نو کیدای شي په هغوي باندې جریمه ولګول شي."

په آسټرالیا کې د مالیې د ورکړې او له مالیې سره د تړلو پوښتنو د ځوابونو لپاره مهرباني وکړئ څخه لیدنه وکړئ.
Settlement Guide tax file number
Source: (Flickr / Ken Teegardin CC BY-SA 2.0)

'له کورنیو سره د فیملي ټکس بینفټ مالي مرسته'

په آسټراليا کې د ژوند کولو لږښتونه ډېر لوړ دي او ډيري وخت همدا لږښتونه پر کورنيو ډير فشار اچوي. مګر بلخوا د آسټراليا حکومت له کورنيو سره له بېلابېلو لارو مرستې کوي.

د Services Australia  ادارې د سینټرلینک څانګه د حکومتي مرستو دنده پر غاړه لري او له کورنیو سره مرسته کوي. د حکومتي مرستو له ډلې څخه یو ډول مرستې د فیملي ټکس بینفېټ (Family Tax Benefit) په نوم دي چې د ماشومانو په پالنې کې د مرستې په موخه میندو او پلرونو ته ورکول کېږي.

د دغو مرستو د ترلاسه کولو اندازه ستاسو له عاید سره تړلې خبره ده، پدې مانا (معنی) چې د عاید له زیاتوالي سره دغه مرستې کمېږي او که ستاسو عاید له ټاکل شوې اندازې پورته ولاړ شي‌ نو بیا تاسو ته دغه پیسې نه درکول کېږي.

د Services Australia  ادارې عمومي‌ مدیر هانک جانګین وايي‌ چې دغه پیسې د خلکو د عاید له معلومولو وروسته خلکو ته ورکول کېږي.

"دا پیسې ستاسو د عاید له معلومېدو وروسته درکول کېږي. همدا راز دا حکومتي مرستې ستاسو عاید، د کورنۍ جوړښت او حالت ته په پام کی نیولو سره ټاکل کیږي."
ښاغلی جانګین وايي که تاسو غواړئ دغه مرستې ترلاسه کړئ ، نو د دې لپاره تاسو باید غوښتنلیک و سپارئ‌ او تاسو کولای شئ‌ دغه کار په آنلاین ډول هم وکړئ

" که تاسو غواړئ د فیملي ټکس بینیفټ (Family Tax Benefit) ترلاسه کړئ نو تاسو باید خپل غوښتنلیک د سنټرلېنک ادارې ته وسپارئ، چی دا په آنلاین توګه هم سپارل کېدلای شي."

د فیملي ټکس بینفټ (Family Tax Benifit) مرستو په اړه لا ډېر معلومات کولای شئ‌ څخه ترلاسه کړئ.


شریکول