'ژوند په آسټرالیا کې': کرایي کور، ستاسو حقونه او مسئولیتونه

Housing

Source: Getty Images/Andrew Merry

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د هغو کسانو لپاره چې نوي آسټرالیا ته راځي، د هستوګنې ځای پیدا کول یو مهمه کار دی. په دغه راپور کې به تاسو واورئ چې څرنګه کولای شئ په آسټرالیا کې کور په کرایه ونیسئ یا واخلئ او همدا راز د کرایه کوونکي په توګه ستاسو حقونه څه دي.


آسټرالیا ته له را تګ وروسته، په دغه هېواد کې د نویو راغلو کسانو لپاره د کور په کرایه نیول آسانه کار ندی، ډیری نوي راغلي کسان دغه هېواد ته له راتګ وروسته د استوګنې په لنډمهاله ځایونو یا د ملګرو او دوستانو په کورونو کې د یوې مودې لپاره ژوند کوي ترڅو د کرایې لپاره کور پیدا کړي.

په ملبورن ښار کې د ملکیتونو د پیر او پلور استازی، ښاغلی حبیب سلطاني وايي د کرایې کور نیولو لپاره د هویت اسناد لکه د موټر چلولو لایسنس یا پاسپورټ او د بانک سټیټمنټ پکار دی.

ښاغلی سلطاني وايي کله چې دغه اسناد ترلاسه کړي، له هغه وروسته بیا د کور مالک ته دغه اسناد ور وړي او له هغه خپله پریکړه نیسي چې کور په کرایه ورکړي او که نه.

ښاغلی سلطاني‌ وايي‌ هغه کسان چې نوي آسټرالیا ته راغلي دي او د هویت اسناد لکه د موټر چلولو لایسنس نلري د هغو لپاره ډېره ګرانه ده ترڅو کور په کرایه پیدا شي.
How to purchase property? (AAP)
څرنګه کولای شئ په آسټرالیا کې کور واخلئ‌ یا په کرایه ونیسئ؟ Source: AAP
آسټرالیا کې څرنګه کور اخیستلی شئ؟

د کرایي کور ترڅنګ،  که چېرې تاسو و غواړئ‌ نو کولای شئ په آسټرالیا کې کور هم وخلئ، مګر د کور اخیستلو لپاره تاسو ته پکار ده ترڅو ځینې اسناد ولري او شرایط پوره کړئ.

په ملبورن ښار کې د ملکیتونو د پیر او پلور استازی، ښاغلی حبیب سلطاني وايي، که چېرې تاسو غواړئ‌ په آسټرالیا کې کور واخلي نو پکار ده ترڅو د پور اخیستلو لپاره بانک ته اسناد  وښيي چې تاسو کار کوی او عاید لرئ. 

ښاغلی سطاني وايي هغه کسان چې دایمي ویزه نلري د هغو لپاره د کور اخیستلو شرايط ګران دي.

که چېرې تاسو په آسټرالیا کې نشئ کولای له بانک څخه پور ترلاسه کړی نو تاسو کولای شي د مورګیج بروکر په مرسته پور ترلاسه کړئ.
په آدېلېډ ښار کې مېشت افغان وکیل ښاغلی، عزیزالله یوسفزی وايی د کور اخیستلو پرمهال مهمه ده ترڅو کور اخیستونکی ډاډ ترلاسه کړي چې د پور تصدیق له ځان سره ولري او د قرار داد له لاسلیک مخکې حقوقي مشوره ترلاسه کړي.

په آسټرالیا کې د کرایه کونکي حقوق څه دي؟

آسټرالیا ته ډیری نوي راغلي کسان د کرایي کور نیولو‌ پرمهال له خپلو حقونو څخه ناخبره وي. کارپوهان وايي پکار ده ترڅو د کور قرارداد له لاسلیک مخکې ځان د قرارداد په جزیاتو پوه کړئ او که چېرې تاسو د قرارداد له جزیاتو خبر نه یاست نو هېڅکله یې مه لاسلیکوئ.

 راپورونه ښيي‌ چې له نویو راغلو کسانو سره په ځینو، ځاینو کې کې توپیري چلند کېږي. کله چې تاسو په آسټرالیا کې کور په کرایه نیسي نو پکار ده ترڅو تاسو له خپلو حقونو او مسئولیتونو څخه باخبره اوسئ.
په ملبورن ښار کې د ملکیتونو د پیر او پلور استازی، ښاغلی حبیب سلطاني وايي، هغه شخص چې کور په کرایه نیسي مسئولیت لري ترڅو له کور څخه په ښه ډول ساتنه وکړي، پداسې ډول چې یو شخص له خپل کور څخه ساتنه کوي.

د آسټرالیا په هر ایالت او سیمې کې قوانین له یو بل سره توپیر لري. ښاغلی سلطاني وايي په وېکټوریا ایالت کې قوانین ډیر بدل شوي دي. هغه زیاتوي چې هغه کس چې کور په کرایه نیسي د مسئولیتونو ترڅنګ حقونه هم لري.

هغه وايي‌ کله چې تاسو کور په کرایه نیسئ نو کور باید جوړ اوسي، د هوا ګرمولو او سړولو آسانتیا ولري، ښه رنګ شوی اوسي. کله چې کومه ستونزه پیدا شي نو د کورو مالک باید هغه مشکل حل کړي.

ښاغلی سلطاني همدا راز وايي، کله چې تاسو ته کور په کرایه درکړل شي نو د کور مالک هر وخت نشي کولای له خپل کور څخه لیدنه وکړي، بلکې د هغه استازی کولای شي په ۳ یا ۶ میاشتو کې له کور څخه لیدلنه وکړي.

په اډېلېډ ښار کې مېشت افغان وکیل، عزیزالله یوسفزی وايي که چېرې د کرایه کوونکي او د کور د مالک ترمنځ ستونزه پیدا شي نو د آسټرالیا په مختلفو ایالتونو کې د ستونزې د حل لپاره دوي کولای شي مربوطه ادارو سره اړیکه ونیسي.

د کرایه ورکونکو د حقونو او مسئولیتونو په اړه لا دېر معلومات دلته لوستلی شئ:

نیو ساوت وېلز: 

وېکټوریا: 
rights of a tenant
Source: AAP-Dan Himbrechts
 څرنګه کولای شئ په آسټرالیا کې دولتي کور ترلاسه کړئ؟

د کرایي او شخصي کورونو ترڅنګ په آسټرالیا کې لږ شمېر خلک په حکومتي کورونو کې هم ژوند کوي. د آسټرالیا په بېلابېلو ایالتونو کې مسئولې ادارې له هغو کسانو سره چې ستونزې لري، نشي کولای کور واخلي او یا په کرایه ونیسي، مرسته کوي ترڅو دولتي کور کې  استوګنه وکړي.

په تزمانیا ایالت کې د پوهنتون استاد، کېت جېکوبس وايي‌ ډیری کسان نشي کولای په سمو کورونو کې ژوند وکړي. یواځې شتمن کسان ښه کورونه واخلي او په کار ونیسي

هغه کسان چې غواړي په آسټرالیا کې کرایي ترلاسه کړي، د مالي ستونزو ترڅنګ ځینې نور شرایط هم پوره کړي. د بیلګې په توګه په نیو ساوت وېلز ایالت کې هغه کسان کولای شي‌چې دولتي‌ کور ته غوښتنلیک وسپاري چې له ۱۸ کلونو یې عمر زیات وي او د آسټرالیا هېواد تابعیت یا دایمي‌ ویزه ولري.

ښاغلی جیکبز وایي چې په هر ایالت کې مسئولې ادارې پدې اړه پرېکړه کوي چې چاته کور ورکړي:

وروسته له هغه چې تاسو دولتي کورونو ته خپل غوښتنلیک وسپارئ، کېدای شي تاسو په څو میاشتو او یا څو کلونو کې دولتي کور ترلاسه کړئ. د دولتي کور ترلاسه کولو لپاره ځانګړی وخت ندی تعین شوی، دا په شرایطو پورې تړلی دی.
که چېرې تاسو دولتي کور ترلاسه کړی، نو پدې مانا نده چې تاسو به هېڅ کرایه نه ورکوئ‌ بلکې په دولتي کور کې هم تاسو کرایه ورکوئ‌ خو د دولتي‌ کورونو د کرایې فیصدي ستاسو له عاید سره تړلې خبره ده.

که چېرې تاسو غواړئ‌ د دولتي کورونو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ، مهرباني وکړئ‌ د خپل ایالت د هوسنګ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.


شریکول