'ژوند په آسټرالیا کې': کورنی تاوتریخوالی او له مشرانو سره ناوړه چلند

Domestic Violence

Source: Getty

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

په آسټرالیا کې یو زیات شمېر ښځي او سړي د کورني تاوتریخوالي قربانیان دي. په دغه معلوماتي رپوټ کې مو د کورني تاوتریخوالي او له مشرانو سره د ناوړه چلند په اړه معلومات را غونډ کړي دي.


کورنی تاوتریخوالی یو ناوړه عمل دی چې په بېلابېلو ډولونو سره په مختلفو ټولنو کې شتون لري. کورنی تاوتریخوالی په مختلفو ډولونو سره تعریف شوی.  د آسټرالیا په ملبورن ښار کې د ښځو د حقونو مدافع شمیم اکبر، کورنی تاوتریخوالی داسې تعریفوي:

"د کورني تاوتریخوالي اصلی، معنوي، لغوي مطلب داده، هر هغه څوک چې قدرت لري ترڅو مقابل لوری کنترول کړي، که هغه ښځه وي، که سړی وي او یا د فامیل نور غړي وي، هغه ته د کورنی تاوتریخوالی وایي."
آغلې اکبر وايي چې په آسټرالیا کې کورنی تاوتریخوالی په بېلابېلو ډولونو سره شتون لري، د بېلګې په توګه کورنی تاوتریخوالی په ټولنه کې د فزیکي، مالي، ټولنیز او  جنسي تاوتریخوالي په ډولونو سره شتون لري.

آغلې اکبر وايي چې د کورني تاوتریخوالي ټول ډولونه په آسټرالیا کې د منلو وړ ندي

"کورنی تاوتریخوالی څو قسمه دی. یو دا دی چې فزیکي (Physical) تاوتریخوالی دی چې وهل ټکول دي.  دویم قسم  مالي تاوتریخوالی (Financial violence) دی، یعنی اقتصادي کنترول دی، چې ځینې سړي ښځو ته پیسې نه ورکوي یا ښځې سړیو ته پیسې نه ورکوي. او دریم هغه دی چې Social violence دی. د سوشل وایلنس مطلب دادی چې څوک نه پریږدي چې چا سره روابط وساتي یعنی له خپلې کورنۍ نه یې جدا کړي او څلورم ډول تاوتریخوالی چې دی هغه جنسی تاوتریخوالی ( Sexual violence) دی."
Relationship difficulties
Mature hispanic couple having bad times Source: Getty
شمیم اکبر وايي که چېرې څوک په کورنۍ کې تاوتریخوالی تجربه کوي، لومړی کار خو دادی چې باید پولیسو ته خبر ورکړي. همدا راز مسئولو ادارو سره په اړیکه کې شي.

" څوک چې کورنۍ کې تاوتریخوالي لري نو اولنی کار خو یې دادی چې باید پولیسو ته زنګ ووهي." 

" دویم کار دادی چې هغه خپله دفترونه لري چې ۲۴ ساعته ستاسو په خدمت کې دي چې د هغی یو نمبر ۱۸۰۰۷۳۷۷۳۲ دی او یو بل نمبر یې ۱۸۰۰۶۵۶۴۶۳ دی."
په کورني ناوړه چلند کې هروخت فزیکي تاوتریخوالی نه وي شامل بلکې پدې کې ډیر وخت په جبري ډول یا هم په زور سره کنټرول شامل وي.

د کورني تاوتریخوالي ضد کمپاین کوونکي له حکومت څخه غواړي ترڅو په کورنیو اړیکو کې د کنټرول چلندونه هم په جرمونو کې شامل کړي ځکه کنټرول چلند ډیری د فزیکي تاوتریخوالی لامل ګرځي.

لیکواله او څېړونکې چېس هېل وايي، د جبري کنټرول ناوړه طبیعت ډیری وخت د دې لامل ګرځي ترڅو خلک دغه ډول تاوتریخوالي ته هېڅ متوجه نشي.

هغه زیاتوي که چېرې تاسو پیسې نلری او احساس کوئ چې باید د خپل ژوند له شریک څخه د پیسو لپاره غوښتنه وکړئ، یا هم تاسو فکر کوئ له خپلې کورنۍ او ملګرو څخه لرې ساتل شوي یاست یا هم تاسو ته کواښ کېږي او په دوامداره توګه په کمه سترګه درته کتل کېږي نو دغه ډول چلند ته جبري یا په زور سره کنټرول وايي.

 "میلیونونه آسټرالیایان له کورني ناوړه چلند او جبري کنټرول سره مخ شوي دي. اوس لدې سره د مقابلې وخت دی."
Cropped hand holding wrist of woman at home
Source: Getty Images/Kittisak Jirasittichai/EyeEm

'د تاوتریخوالي پرمهال مرسته'

که چېرې تاسو، ماشوم او یا کوم بل کس په خطر کې اووسي نو مهرباني وکړئ ۰۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.

که چېرې تاسو او یا داسې کس چې تاسو یې پېژنۍ ، کورنی تاوتریخوالی تجربه کوي نو د 1800RESPECT  ادارې ته په ۷۳۲ ۷۳۷ ۱۸۰۰ شمېره زنګ ووهئ یا له   څخه لیدنه وکړئ.

له ماشومانو سره د مرستې لپاره ۱۸۰۰ ۵۵ ۱۸۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ یا هم  له څخه لیدنه وکړئ.

د هغو نارینه وو د مشورو لپاره چې غوسه لري، په اړېکو یا د ماشومانو په روزلو کې ستونزې لري، ۴۹۱ ۷۶۶ ۱۳۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ او یا   څخه لیدنه وکړئ. 

همدا راز تاسو کولای شئ ، د لایف لاین ادارې ته په ۱۴ ۱۱ ۱۳ شمېره زنګ ووهئ یا هم له   څخه لیدنه وکړئ.

'له مشرانو یا لوی عمر لرونکو کسانو سره تاوتریخوالی (ناوړه چلند)

له لویانو سره په بېلابېلو ځایونو کې د مختلفو کسانو لخوا ناوړه چلند کېږي، مګر څېړنې ښيي چې په آسټرالیا کې ډیری د کورنۍ غړي له خپلو مشرانو سره ناوړه چلند کوي. په وېکټوریا ایالت کې د لویانو د ځورونې د مخنیوي ټولنې مشر، ګرېک مېنې وايي، د دوي د ټولنې لخوا ترسره شوې څېړنې ښيي چې له لویانو سره ډیری ناوړه چلند د نږدې دوستانو لخوا کېږي.

"لویانو سره زور زیاتی کونکي کېدای شي هر څوک وي. مګر زمونږ د ادارې څیړنې ښوولې ده چې ډیر وخت لوی عمر لرونکي کسان د هغو د زامنو او لورګانو لخوا ځورول کېږي."

"ځینې وخت بیا د یادو لویانو خپلوان یا دوستان هم دوی ځوروي، لکه لمسیان او ځینې وخت کې بیا د هغه د ښځې لخوا هم ځورول کېږي."
Senior Woman with Black Eyes
An unhappy senior woman with bruises to her face. Source: Getty Images/triffitt
کله چې لوی عمر لرونکي کسان له تاوتریخوالي سره مخ شي او په انګلیسي ژبه نه پوهېږي نو د هغوۍ لپاره دېره ګرانه وي ترڅو د تاوتریخوالي په اړه مسئولو ادارو ته رپوټ ورکړي. ګرېک مېنې په داسې حالت کې د خپلې ادراې د کړنو په اړه داسې وايي:

"هغه حقیقي ستونزه چې مونږ ورسره مخ کېږو هغه له مهاجرو لویانو سره معامله کول دی او مونږ له هغو سره خبری کوو ترڅو معلومات ترلاسه کړو چی کوم زور زیاتی ورسره شوی دی او کنه. ډیری وخت د همدې لوی عمر لرونکو زیانمنو کسانو خپلوان چې انګلیسی ژبه باندې پوهېږي راځي او ژباړه کوي، ولې هغې سره چې کومه ستونزه مونږ ګورو هغه دا ده چې مونږ سل په سلو کې پر دې ډاډه نه یو چی ژباړه به سمه کېږي او که نه. نو هرکله چې یو خطر وي مونږ تل کوښښ کوو چې یو بېطرفه ژباړونکی ولرو ترڅو ژباړه وکړي."

په آسټرالیا کې د لویانو لپاره په مختلفو ژبو معلومات شتون لري ترڅو دوي وکولای شي د شته مرستو په اړه معلومات ترلاسه کړي. ښاغلی مېنې وايي چې د آسټرالیا په نږدې ټولو ایالتونو کې د مشرانو د ځورونې د مخنیوي شمېرې شته چې له یادو شمېرو سره تر اړیکې وروسته مشران کولای شي ډېرو خدمتونو ته لاسرسی ولري.
په سویلي آسټرالیا کې مېشت افغان وکیل، بسم الله رضايي وايي که چېرې یو لوی عمر لرونکی شخص له بد چلند سره مخ اوسي او چلند ډېر ناوړه وي نو پکار ده ترڅو له پولیسو سره اړیکه ونیول شي او که چېرې ډېر جدي نه وي نو د آسټرالیا په هر ایالت کې مسئولې ادارې شته چې زیانمن کسان ورسره کولای شي په اړیکه کې شي.

"که چېرې ناوړه چلند ډېر جدي واوسېږي نو کولای شي له پولیسو سره دا خبره شریکه کړي او مرسته ترلاسه کړي. پرته لدې که وګوري چې دغه بدسلوکي ډېر جدي نده نو په هغه سیمه کې چې اوسي هلته داسې ادارې شته ترڅو اړیکه ورسره ونیسي."

که چېرې تاسو یا داسې لوی عمر لرونکی شخص چې تاسو یې پېژنئ، له جدي تاوتریخوالي سره مخ اوسي، نو مهرباني وکړئ پولیسو ته په درې صفر (۰۰۰) شمېره زنګ ووهئ.
Help at hand for elder abuse
Source: Getty Images / Owaki/Kulla
که چېرې ستونزه ډېره جدي نه وي نو تاسو کولای شئ 1800ELDERHelp ته په ۳۷۴ ۳۵۳ ۱۸۰۰ شمېره زنګ ووهئ.

یا هم په خپل ایالت کې له لویانو سره د مرستو لپاره مسئولې ادارې ته زنګ ووهئ.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره د له وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.


شریکول