'ژوند په آسټرالیا کې': څنګه کولای شئ موتر واخلئ؟

Buying a car

Source: Getty Images/martin-dm

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

آسټرالیا ته له راتګ وروسته په دغه هېواد کې د لومړي ځل لپاره د موټر اخیستل یو ستونزمن کار دی. په دغه رپوت کې مو د موټر اخیستلو، په بهرني لایسنس د موټر چلولو او د ټرافیکي قوانینو رعایت په اړه معلومات را غونډ کړي دي.


که چېرې تاسو نوي آسټرالیا ته راغلي یاست یا د لومړي ځل لپاره غواړئ په دغه هېواد کې موټر واخلئ، نو مهم ده ترڅو پوه شئ چې له کومو ځایونو څخه موټر اخیستلی شئ.

حشمت مهمندي له تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو راهیسې په سیډني ښار کې د موټرو د پلورونکي په توګه کار كوي. ښاغلی مهمندی وايي، په آسترالیا کې د موټر اخیستلو بېلابېلې لارې شتون لري. خلک کولای شي له موټر فروشیو، آنلاین وېب پاڼو، شخصي خلکو او د موټرو له لېلام یا آکشن څخه موټر واخلي.

"دلته د موټر اخیستلو څو لارې دي. یو خو موټر فروشي ده چې کولای شي د موټر فروشي له لارې موټر واخلي. د موټر فروشۍ ترڅنګ ځینې وېب ساټونه دي لکه، کارسېل (Carsale)، ګم ټري (Gumtree) او مارکېټ پلېس دي، چې لدې نه کولای شي موټرونه واخلي او دې ترڅنګ کولای شي موټرونه له  آکشن (Auction) نه واخلي."

" دوه رقمه [ ډوله ] آکشنونه دي. یو ده چې، ورځې موټر په فزیکي ډول ګورې او یو ډول چې ورتلی نشې او باید آنلاین یې آکشن کې واخلې."

'د کارول شوي یا مستعمل موټر اخیستل'

که چېرې تاسو په آسټرالیا کې له موټر فروشۍ څخه نوی موټر اخلئ، دا  ډېر پېچلی کار نده، ځکه تاسو باید خپلې بودېجې ته وګورئ او له خپلې بودیجې او عاید سره برابر، د خپلې خوښې نوی موټر واخلئ. 

مګر که چېرې تاسو کارول شوی یا مستعمل موټر، په آنلاین ډول له یوه شخصي پلورونکي څخه اخلئ، نو دا کار کېدای شي خطر ولري. په ځانګړې توګه که چېرې تاسو نوي آسترالیا ته راغلي یاست او انګلیسي ستاسو دویمه ژبه واوسېږي.

له همدې امله د موټر له اخیستلو مخکې باید موټر په صحیح ډول سره وکټل شي، د موټر په اړه څېړنه وشي او په آزمایښتي ډول سره و چلول شي ترڅو ډاد ترلاسه شي چې ستونزه نلري.
mazda used car
Source: AAP
ښاغلی مهمندی وايي، هغه کسان چې نوي آسټرالیا ته راځي او آنلاین یا له ځینې مارکېټونو نه مستعمل موټر اخلي نو باید له ځان سره داسې یو کس د موټر لېدلو لپاره یوسي چې په موټرو پوهېږي.

"باید یو څوک ورسره یي چې هغه په موتر باندې پوه یي او د دې ترڅنګ چې کله خلک شخصي موټر اخلي نو هغه باید پي پي اس آر (PPSR) شي. پدې معنی چې هغه موټر په مکمل ډول چک شي چې دا موټر په قرض نده، ټکر شوی نده او د غلا موټر نده."

تاسو ته د هغو خطرونو په اړه معلومات در کوي چې له کارول شي یا مستعمل موټر سره تړلي وي. دغه راپور په ځانګړې توګه هغه وخت مهمه ده چې تاسو مستعمل موټر له شخصي پلورونکي څخه اخلئ چې له حکومت سره راجسټر نه وي.
څېړنې ښيي چې د کرونا وېروس وبا د کارول شویو موټرو د اخیستلو لپاره تقاضا لوړه کړې. حشمت مهمندي وايي کارول شوي موټر خپلې ګټې لري د بېلګې په توګه د کارول شویو موټرو قیمتونه ټېټ دي او ډېر ژر خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي.

" د مستعمل موټر ګټه داده چې ژر مارکېټ له لاسه نه ورکوي او بل، مستعمل [ موټر ]  یو څه اقتصادي یي. "

ډیری موټر پلورونکي د مستعمل موټر د پلورلو پرمهال د موټر تضمین هم کوي. مګر که چېرې تاسو له شخصي پلورونکي څخه موټر اخلئ نو په هغه حالت کې د تطبیق وړ نده. له همدې امله پکار ده ترڅو له شخصي افرادو څخه د موټر له اخیستلو مخکې خپل معلومات پوره کړئ او بیا پرېکړه وکړئ.

تاسو همدا راز کولای شئ‌ لا ډېر معلومات په خپل ایالت کې د ټرانسپورت له ادارې څخه ترلاسه کړئ.
Police divers drag out a wrecked vehicle in the Georges Rivers, believed to have been used in an insurance fraud scheme
Source: NSW Police

'د موټر راجسټر او بیمه'

حشمت مهمندي وايي چې د موټر له اخیستلو وروسته باید موټر په خپل نوم راجسټر شي او بیمه هم ورته واخیستل شي ځکه که چېرې موټر ټکر شي او بیمه ونلري نو ستونزه پیدا کېږي.

" اوله خبره خو داده چې موټر واخیستل شي نو باید خپل نوم ته را واړول شي او مخکې لدې چې موټر واخلي باید له انشورنس (بیمې) سره خبرې وشي. انشورنس ډېره مهمه ده په آسټرالیا کې."

په آسټرالیا کې د بیمې بېلابېل ډولونه شتون لري. مګر Compulsory Third Party Insurance چې په نیو ساوت وېلز ایالت کې د ګرین سلېپ په نوم هم یادېږي، د آسټرالیا په ټولو ایالتونو او سیمو کې جبرې دي.
د آسټرالیا په ټولو ایالتونو کې د CTP بیمه د موټر په راجسټر کې شامله ده، ولې په نیو ساوت وېلز ایالت کې تاسو باید لومړی دغه بیمه ترلاسه کړی او تر هغې وروسته بیا موټر راجسټر کړئ.

دغه بیمه یواځې ستاسو هغه مالي لګښتونه پرغاړه اخلي که چېرې ستاسو د ټکر پرمهال څوک ټپي شي او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکړي. مګر که چېرې ستاسو موټر په ټکر کې خرابه شي، اور واخلي او یا هم د چا کور ته زیان ورسېږي د هغې لپاره د موټر د بیمې نور ډولونه شتون لري.

که چېرې غواړئ‌ د بیمې د بېلابېلو ډولو په اړه معلومات ترلاسه کړئ‌، نو مهرباني وکړئ‌ د آسټرالیا حکومت .

'د موټر چلولو لایسنس'

د موټر چلولو لایسنس یو رسمي سند دی چې د یوه هیواد یوه مشخص اوسیدونکي  ته اجازه ورکوي ترڅو وکولای شي پر سړکونو موټر وچلوي.

په آسټرالیا کې د موټر چلولو پرمهال، نه یواځې داچې ستاسو موټر باید راجسټر  وي، بلکې تاسو باید د موټر چلولو لایسنس ولرئ.

د آسټرالیا په ډېریو ایالتونو او سیمو کې هغو کسانو ته په لومړیو دریو میاشتو کې د موټر چلولو اجازه ورکول کېږي چې بهرنی لایسنس ولري.

آصف خان په ملبورن ښار کې د اوږدې مودې لپاره د موټر چلولو د لارښود  په توګه کار کړی دی. هغه وايي کله چې خلک نوي آسټرالیا ته راځي او غواړي دلته په لومړیو کې موټر وچلوي نو پکار ده ترڅو د موټر چلولو نړیوال لایسنس له ځان سره راوړي.

"چې راځي د موټر چلولو نړیوال لایسنس دې واخلي، دا په هر ملک پیدا کېږي. مونږ چې په آسټرالیا کې یو، مونږ هم کولای شي انټرنېشنل ډرایونګ لایسنس واخلو او بیا تاسو چې هر ملک ته ولاړ شئ هلته پرې څو ورځې موټر چلولی شئ. "
How to drive in Australia with an overseas licence?
Source: Mega Pixels
که چېرې تاسو غواړئ‌، پوه شئ چې آیا په ستاسو ایالت او یا سیمې کې خلک کولای شي په بهرني لایسنس د څو میاشتو لپاره موټر وچلوي نو مهرباني وکړئ په خپل ایالت کې د ټرانسپورت له ادارې څخه لیدنه وکړئ.

په آسټرالیا کې د نویو ځوانانو لپاره د لایسنس ترلاسه کول یوه اوږده پروسه ده، ځکه دوی ته پکار ده ترڅو په بېلابېلو پړاونو کې بریالي شي او د موټر چلولو بشپړ لایسنس ترلاسه کړي خو هغه کسان چې له ۲۵ کلونو لوی عمر لري او د کوم بهرني هېواد لایسنس هم لري نو کولای شي په لنډې مودې کې د موټر چلولو بشپړ لایسنس ترلاسه کړي. 

په آسټرالیا کې د موټر لایسنس ترلاسه کول بېلابېل پړاونه لري،

'د‌ ټرافیکي حادثې پرمهال باید څه وکړئ'

په آسټرالیا کې ټرافیکي قوانین له افغانستان توپیر لري، له همدې امله پکار ده ترڅو په دغه هېواد کې له موټر چلولو مخکې د آسټرالیا له ټرافیکي قوانیو سره ځان آشنا کړئ او د قانونو حق درلودلو پرمهال موټر وچلوئ.

د آسټرالیا او افغانستان ترمنځ تر ټولو لوی توپیر دادی چې په دغه هېواد کې خلک د سړک پر چپه خوا او په افغانستان کې د سړک پر ښي خوا موټر چلوي.

پدې اړه ښاغلی آصف خان داسې وايي:

"د افغانستان [ د موټر چلولو لاس] او د آسټرالیا لاس بدل دی، مګر د پاکستان او آسټرالیا لاس یو دی، په دواړو کې [ ډرېور]  ښي لاس ته کښېني."
car accident
Сообраќајна несреќа Source: Pixabay
که چېرې تاسو په آسټرالیا کې د موتر حادثه وکړئ نو پکار ده ترڅو یو شمېر کارونه له ټکر سمدستي او یا هم وروسته ترسره کړئ. د بېلګې په توګه، که چېرې څوک ټپي اوسي نو مرسته ورسره وکړئ او پولیسو ته خبر ورکړئ. د دې ترڅنګ له بل ډرېور سره خپل معلومات شریک کړئ، د ټکر عکسونه واخلئ، د عینې شاهد معلومات ترلاسه کړئ او د بیمې کمپنۍ ته خبر ورکړئ.

ښاغلی خان وايي که چېرې تاسو په آسټرالیا کې ټکر وکړئ نو پکار ده ترڅو تاسو په سیمه کې پاتې شئ ترهغه چې پولیس راشي او که چېرې څوک هڅه وکړي ترڅو د ټکر له سیمې څخه وتښتي نو د هغه پیدا کول په آسټرالیا کې ګران کار ندی او پولیس به یې پیدا کړي.

"دا نه پاکستان دی او نه افغانستان دی چې ته به ټکر وکړې او وبه تښتې. دا ځایونو کې کمرې دي او په هر ځای کې کمرې دي."

"که چېرې څوک د ټکر له سیمې څخه وتښتي، نو یوه ورځ به یې پیدا کړي او بیا ډېرې سختې جزاګانې دي."


شریکول