د آسټرالیا سمبولونه: د اوپرا هاوس ودانۍ او هاربر پل په اړه په زړه پوري معلومات

Sydney harbor panorama

Sydney harbor in panorama view - aerial shot Credit: btrenkel/Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د سیډني د اوپرا هاوس ودانۍ او هابر پل د آسټرالیا د نورو ځایونو په پرتله زیات مینوال لري او په نړیواله کچه یې خلک د دغه هېواد د سمبول په توګه پېژني.


مهم ټکي:
  • د هاربر پل د ۱۹۳۲ کال د مارچ د میاشتې په ۱۹ نېټه پرانستل شوی او د سیډني ښار مرکزي سیمې له شمالي سیمو سره نښلوي.
  • د اوپرا هاوس ودانۍ په ۱۹۷۳ م کال کې د انګلستان د پخوانۍ ملکې دویمې الېزابېت لخوا پرانستل شوې ده.
  • هر کال په میلیونونو سیلانیان د سیډني له اوپرا هاوس او هاربر پل څخه لیدنه ترسره کوي.
آسټرالیا دسیل یو زیات شمېر ښکلي ځایونه لري چې هر کال یې په میلیونونو سیلانیان لیدلو ته ورځي. مګر د اوپرا هاوس ودانۍ او هابر پل د آسټرالیا د نورو ځایونو په پرتله زیات مینوال لري او په نړیواله کچه یې خلک د دغه هېواد د سمبولونو په توګه پېژني.

‎د سیډني اوپرا هاوس او هاربر پل له یو بل سره نږدې موقعیت لري. د اوپرا هاوس ودانۍ او د هابر پل د انځور په لیدلو سره د نړۍ زیات شمېر خلک پوهېږي چې چېرته موقیعت لري.
د سیډني هاربر پل یا هاربر برېج

د هاربر پل یا هاربر برېج شاوخوا ۹۲ کاله وړاندې، د ۱۹۳۲ کال د مارچ د میاشتې په ۱۹ نېټه پرانستل شوی او د سیډني ښار مرکزي سیمې له شمالي سیمو سره نښلوي.

‎لومړۍ ځل په ۱۸۱۵م کال کې یو معمار وړاندیز کړی وه ترڅو د سیډني ښار د شمالي او سویلي سیمو دنښلولو لپاره يو پل جوړ شي. تر دغه وړاندیز شاوخوا څلویښت کاله وروسته د پيټر هنډېسن په نوم یوه انجینیر هم د پل د جوړولو لپاره وړاندیز وکړ ترڅو د ملسنز پاینټ او داویس پاینټ ترمنځ جوړ شي خو تر وړاندیز وروسته هېڅ عملي ګام پورته نشو.
Sydney Harbour Bridge celebrates 85th birthday
Credit: www.livonne.com.au
‎د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د نیو ساوت ویلز ایالت د کار وزارت لخوا د هاربر پل د پروژې د مشر ګومارلو لپاره سیالۍ په لاره اچول شوې او ‌‌‌‌‌‌ډاکټر براډفیلد د هاربر پل د مشر انجینیر په توګه و ټاکل شو.

په ۱۹۲۳م‌ کال کې د پل د جوړولو عملي کارونه پيل شوي او په ۱۹۳۲ کال کې د کارونو له بشپړېدلو وروسته د سیډني هاربر پل پرانستل شوی چې تر هغې وروسته په دوامداره توګه ورڅخه کار اخیستل کیږي.
د سیډني اوپرا هاوس ودانۍ

د څلوېښتمې لسېزې په وروستیو کې د نیو ساوت ویلز ایالت د موسیقۍ دهنرونو د مرکز مشر یوجین ګووسن د لومړي ځل لپاره وړاندیز کړی ترڅو د تیاتر نمایشونو لپاره یوه ودانۍ جوړه شي.

په ۱۹۵۴ کال کې هغه پدې توانېدلی ترڅو د نیو ساوت وېلز ایالت د مشر ملاتړ ترلاسه کړي او تر هغې وروسته د ودانۍ د طرحې او ‌‌‌‌‌‌ډيزاین لپاره سیالۍ پيل کړي.

‎په ۱۹۵۵م کال کې له ۳۲ هېوادونو څخه ۲۳۳ انجینرانو خپلې طرحې شریکې کړې خو د ‌‌‌‌‌‌ډنمارکي انجنیر جان اوتزن طرحه په ۱۹۵۷م کال کې کټونکې اعلان شوې.
New Opera House
د اوپرا هاوس ودانۍ عملي کارونه د ۱۹۵۹ کال په مارچ میاشت کې پيل شوي او په درې پړاونو کې عملي شوي.

د اوپرا هاوس ودانۍ په ۱۹۷۳ م کال کې د انګلستان د پخوانۍ ملکې دویمې الېزابېت لخوا پرانستل شوې ده.




شریکول