یو هېواد او زرګونه ټاپوګانې: د نړۍ تر ټولو لويه د شګو طبیعي ټاپو

Whitsundays, island from above. Queensland, Australia

د آسټرالیا هېواد له ۸ زرو څخه زیاتې ټاپوګانې لري. Source: Moment RF / Francesco Riccardo Iacomino/Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

آسټرالیا زرګونه ټاپوګانې لري، که چېرې تاسو هره ورځ د دغه هېواد له یوې ټاپو څخه لیدنه وکړئ نو شاوخوا ۲۲ کاله وخت نیسي.


آسټرالیا یو ښکلی او په زړه پوری هېواد دی. دغه هېواد د نړۍ له شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو څخه د راغلو کډوالو ګډ کور دی. د آسټرالیا په اړه ډېرې داسې کیسې او معلومات شته چې یو شمېر آسټرالیایان یې هم په اړه نه پوهېږې. د "آسټرالیا هېندارې" په نوم معلوماتي پوډکاسټونه له تاسو سره مرسته کوي ترڅو د دغه هېواد په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.

د آسټرالیا هېواد ۸ زره او ۲۲۲ ښکلې ټاپوګانې لري چې د دغه هېواد د اصلي وچې په شاوخوا کې پرتې دي. د دغو ټاپوګانو په ډله کې یو شمېر داسې ټاپوګانې دي چې له ۱۰۰۰ کیلومتره مربع لوی مساحت لري او ځینې یې کوچنۍ دي. د بیلګې په توګه د تزمانیا، کنګرو، فریزر او کینګ هغه ټاپوګانې دي چې تر ۱۰۰۰ کیلومتره مربع زیات مساحت لري.
تزمانیا د آسټرالیا تر ټولو لویه ټاپو ده. دغه ټاپو د آسټرالیا ترټولو کوچنی ایالت هم دی چې شاوخوا ۶۴ زره کیلومتره مربع مساحت لري.

تزمانیا د آسټرالیا له اصلي وچې څخه ۲۴۰ کیلومتره لرې موقعیت لري او له ۵۴۰ زرو څخه زیات کسان په کې ژوند کوي.

تزمانیا ته هر کال په سلهاوو زره کسان د سیل لپاره ورځي. خپرې شوې شمېرې ښیي چې په ۲۰۲۳ کال کې له یو اعشاریه ۲ میلیونو زیاتو سیلانیانو له تزمانیا څخه لیدنه ترسره کړې.
Tasmania
د تزمانیا مرکز هوبارټ Credit: Britanica
د میل ویل ټاپو د اروپایانو له راتګ وروسته په ۱۶۴۴م کال کې د ابیل ټزمن لخوا کشف شوې.

په ۲۰۰۶ کال کې شاوخوا ۳۰۰ کسان په دغې ټاپو کې اوسیدل خو د وخت په تېرېدلو سره د دغې ټاپو د اوسېدونکو په شمېر کې د‌ېر کم زیاتوالی هم راغلی دی.

وروستي معلومات ښيي، اوسمهال په یاده ټاپو کې ۵۵۹ کسان ژوند کوي.
د کنګرو په نوم ټاپو د آسټرالیا دریمه لویه ټاپو ده چې ۴۴۲۶ کیلومتره مربع مساحت لري. دغه ټاپو د سویلي آسټرالیا ایالت پورې تړاو لري او له اډېلېډ ښار څخه ۱۱۲ کیلومتره لرې پرته ده.

د کنګرو ټاپو تر ټولو لوړ ځای د مونټ مکډونل په نوم یادېږې .

په ۲۰۰۶ کال کې ۴ زره او ۴۰۰ کسان په کنګرو ټاپو کې اوسېدل. په تېرو ۱۸ کلونو کې د دغې ټاپو د اوسیدونکو په شمېر کې ډېر کم زیاتوالی راغلی. وروستۍ شمېرې ښيي چې اوسمهال شاوخوا ۴۸۰۰ کسان په دغې ټاپو کې ژوند کوي.
Fraser Island
د فریزر ټاپو Source: SBS / SBS News
د فریز ټاپو هم د آسټرالیا د لویو ټاپوګانو له ډلې څخه یوه ده چې د ملګرو ملتونو د طبیعي میراثونو په لېست کې یې نوم لیدل کېږي.

د فریزر ټاپو د نړۍ ترټولو لویه د شګو ټاپو ده او د کوینزلنډ ایالت سویلي سمندرغاړې سره نیږدې پرته ده.

دغه ټاپو د مساحت له پلوه شپږمه لویه ټاپو ده خو د کوینزلنډ ایالت تر ټولو لویه ټاپو شمېرل کیږي.

څېړنې ښيي چې بومي آسټرالیایان په دغې ټاپو کې له تېرو ۵ زرو کلونو راهیسې استوګنه لري او لومړی ځل جیمز کوک په ۱۷۷۰م کال کې دغې ټاپو ته ورغلی دی.

بومیانو د فریز په ټاپو د کېګاري نوم ایښي وو، کېګارې د بوچاله خلکو په ژبه کې د جنت په مانا ده . د یادې ټاپو اوسنی نوم د الیزا فریز له نوم څخه اخیستل شوی.

شریکول