ولې ۱۰۰ کاله پخوا دوه تنه اوښبه افغانانو اسټراليا کې د مسافرو پر ريل ګاډي خونړی بريد وکړ؟

Battle of Broken Hills

Source: WorldPress

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

تاريخ پوهان په آسټرالیا کې د دوه تنو اوښبه افغانانو په لاس د عامو خلکو وژل او ټپي کيدل په دغه هېواد کې لومړنی ترهګريز بريد بولي.


د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰ میلادي کلونو ترمنځ زرګونه اوښبه افغانان، له افغانستان او بریټانیوي هند څخه آسټرالیا ته د کار لپاره راغلي وه چې د دغه هېواد په پرمختګ کې یې مهمه رول لوبولی او تر نن ورځې پورې ورڅخه په ښه نوم یادونه کېږي.

مګر هرکله چې د بروګین سیمې د برید یا هم په آسټرالیا کې دننه د لومړني برید په اړه خبرې کېږي نو د دوو تنو اوښبه افغانانو نومونه ورسره یادېږي.

بروکین هېل د آسترالیا د نیو ساوت ویلز ایالت په لویدیځ کې یو کوچنی ښار دی چې د سیډني له ښار څخه شاوخوا ۱۱۰۰ کیلومتره او له آدېلېډ ښار څخه شاوخوا ۵۱۷ کیلومتره لرې پروت دی.

د ۱۹ پېړۍ په وروستیو او د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې یو زیات شمېر اوښبه افغانان په دغه ښار کې اوسېدل. یو شمېر اوښبه افغانانو په بروکین هیل کې کاروبار کاوه او په یاد ښار کې یې لومړنی جومات هم جوړ کړی وه. مګر د لومړنۍ نړیوالې جګړې پرمهال، دغه ښار د یوې داسې خونړۍ پېښې شاهد وه چې تر نن ورځې پورې ورڅخه یادونه کېږي.

تاریخ پوهان لیکي چې د  ۱۹۱۵م کال د جنوری میاشتې په لومړی نېټه شاوخوا ۱۲۰۰ نارینه، ښځې او ماشومان د میلې په موخه په یوه سر خلاصي ریل کې سپاره وه ترڅو له بروکېن هېل سیمې څخه د Silverton کوچني ښار ته سفر وکړي.

د سیلانیانو د سفر پرمهال، له بروکېن هېل سیمې څخه شاوخوا درې کیلومتره لرې دوو تنو وسله والو په یاد ریل برید کړی او ۴ کسان یې په کې وژلي. له برید وروسته وسله والو هڅه کړې ترڅو بېرته خپلې سیمې ته وتښتي مګر له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي.

په یاد برید کې وسله والو د ریل په مسافر د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ ډزې کړي.

د عیني شاهدانو په بیانونو کې راغلي چې برید د آیسکریم پلورلو له یوې کراچۍ څخه شوی او برید کوونکو د یاد برید پرمهال د عثماني خلافت بیرغ له ځان سره درلوده.

ويل کيږي بريد کوونکي دوه اوښبه افغانان ول چې له بريد وروسته د پوليسو لخوا ووژل شول او سيمه کې يې مړي په دار ځړول شوي ول.

د يادې پيښې په اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول