اوښبه افغانانو د اسټرالیا په ډېریو ایالتونو کې لومړني جوماتونه جوړ کړي

First mosque in Australia was built by Afghans in Maree

Source: Public Domain

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د اس بي اس پښتو خپرونه په اسټراليا کې د اوښبه افغانانو تاريخ راژوندي کولو لپاره ژمنه ده او اوښبه افغانانو تاريخ او ژوند ته ځانګړې کتنه کوي.


اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد ته د خدمت ترڅنګ، خپل دین او کلتور ته ځانګړې پاملرنه او احترام درلود، له همدې امله د استرالیا هرې سیمې ته د افغانانو له ورتګ سره هلته د افغانانو لخوا جوماتونه او‌ یا هم د عبادت لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ شوي چې یو شمېر مرکزونه تراوسه پورې هم شتون لري.

په ۱۸۶۰ م کال کې ، د لومړنیو اوښبه افغانانو د راتګ پر مهال په اسټرالیا کې هېڅ جومات شتون نه درلود، له همدې امله به اوښبه افغانانو په خپلو کورونو کې لمونځونه ادا کول خو د وخت په تېرېدلو سره افغانان پدې لټه کې شوي ترڅو  د عبادت لپاره جومات جوړ کړي.

په ۱۸۶۱ م کال کې اوښبه افغانانو لومړنی جومات د سویلي اسټرالیا په مري سیمه کې جوړ کړی. یو شمېر لیکوالان باور لري چې دغه جومات د عبدالقادر په نوم افغان لخوا جوړ شوی وو.

د مري جومات له جوړېدلو وروسته اوښبه افغانانو په نیوساوت وېلز، لویدیځې اسټرالیا او کوینزلنډ ایالتونو کې هم لومړني جوماتونه جوړ کړي. تاسو کولای شئ، پدې اړه لا ډېر معلومات د مجیب منیب په راپور کې واورئ.

 


شریکول