په ۱۸۶۰ م کال کې ، د لومړنیو اوښبه افغانانو د راتګ پر مهال په اسټرالیا کې هېڅ جومات شتون نه درلود، له همدې امله به اوښبه افغانانو په خپلو کورونو کې لمونځونه ادا کول خو د وخت په تېرېدلو سره افغانان پدې لټه کې شوي ترڅو د عبادت لپاره یو جومات جوړ کړي. په ۱۸۶۱ م کال کې اوښبه افغانانو لومړنی جومات د سویلي اسټرالیا په مري سیمه کې جوړ کړی.
تاریخ پوهان لیکي چې د مري جومات، د آسټرالیا په تاریخ کې لومړنی جومات دی چې افغانانو جوړ کړی. یاد جومات تر اوسه هم په مري سیمه کې شته او هر وخت یې سیلانیان په ځانګړې توګه مسلمانان لیدلو ته ورځي.
په سویلي آسټرالیا کې د لومړني جومات له جوړښت ۱۶ کاله وروسته په ۱۹۸۷ میلادي کال کې اوښبه افغانانو د نیو ساوت ویلز ایالت په بروکېن هېل سیمه کې دویم جومات جوړ کړی چې د بروکېل هېل یا افغان جومات په نوم یادېږي.
دا او نور معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.