څنګه کولی شئ په ۱۰۰ اضافي ډالرو په ۵ ورځو کې پاسپورټ ترلاسه کړئ؟

هغه مسافر چې پاسپورټ ته بېړنۍ اړتیا لري، کولی شي د آسټرالیا پاسپورټ په ۵ ورځو کې په ۱۰۰ اضافي ډالرو ترلاسه کړي.

A person holding an Australian passport.

رنګه کولی شئ په ۱۰۰ اضافي ډالرو په ۵ ورځو کې پاسپورټ ترلاسه کړئ؟ Source: Getty / Getty Images

د روان کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه آسټرالیایان کولای شي په پنځو کاري ورځو کې په ۱۰۰ اضافي ډالرو پاسپورټ ترلاسه کړي.

د یوه نوي نوښت له مخې به مسافر و کولی شي، د اصلي فیس سربیره د ۱۰۰ اضافي ډالرو په ورکولو سره په لنډ وخت کې پاسپورټ لاس ته راوړي.

اوسمهال آسټرالیایان د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره ۳۴۶ آسټرالیايي ډالره (شاوخوا ۲۳۰ امریکايي ډالره) فیس ورکوي او شاوخوا ۶ اوونۍ باید انتظار وباسي.
LISTEN TO
Life in Australia:  Everything you need to know about immigration and visas for Australia image

د آسټرالیا د ویزو په اړه مهم معلومات

15:17
د یادولو وړ ده چې اوسمهال په چټک ډول د پاسپورټ ترلاسه کولو یو بل سیسټم هم شته چې خلک کولای شي په ۲ ورځو کې پاسپورټ ترلاسه کړي، مګر د هغې لپاره باید ۲۵۲ اضافي ډالر ورکړي.

تمه کیږي چې حکومت به په پنځو کلونو کې له دې نوي اقدام څخه ۲۷.۴ میلیونه ګټه ترلاسه کړي.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره د آسټرالیا د پاسپورټ ادارې له څخه لیدنه وکړئ.
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 16/05/2024 په 3:33pm
اپډیټ شوی 17/05/2024 په 6:23pm
لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS