د هېنلي او پارټنرز ادارې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان، سنګاپور، جرمني، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا پاسپورټونو ته لومړی او د افغانستان پاسپورټ ته وروستی ځای ورکړل شوی دی.
سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ معرفي شوی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۲۸ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
په یاد لېست کې له افغانستان مخکې د سوریې، عراق او پاکستان نومونه لیدل کېږي.
د سوریې پاسپورټ لرونکي ۲۹، د عراق ۳۱ او پاکستان اوسېدونکي ۳۴ هېوادونو ته سفر کولای شي.
د هېنلي او پارټنرز ادارې، دغه لېست د نړیوال هوایی ټرانسپورټ ادارې (IATA) په مرسته برابر کړی دی.
د هېنلې او پارټنرز ادارې د معلوماتو پر اساس د افغانستان او سېدونکي له ویزې پرته لاندې هېوادونو ته سفر کولای شي.
- بنګلدېش
- بروندي
- کمبوډیا
- کیپ ورډ ټاپوګانې
- کومورو ټاپوګانې
- کوک ټاپوګانې
- جی بوتي
- دومینیکا
- ګینه بیسو
- هایټي
- کینیا
- مکاو
- مدګاسکار
- مالدیو
- موریتانیا
- میکرونیزیا
- موزمبیک
- نیوو
- د پالاو ټاپوګانې
- ساموا
- رواندا
- سیچیلیس
- سومالیا
- سریلانکا
- سینټ وینسنټ او ګریناډینز
- تیمور - لست
- توګو
- توالیو
دغه معلومات د هینلې او پارټنرز ادارې له وېب پاڼې څخه ترلاسه شوي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د یادې ادراې له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.