اسټراليا ته راغلی لومړنی افغان څوک وو؟

Shipping camels 1884

Source: Getty / Getty Images/DEA/BIBLIOTECA AMBROSIANA

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

اسټرالیا د څو کلتوريزې ټولنې په درلودلو وياړ کوي، مګر داسې يوه څو کلتوريزه ټولنه چې اوس موجوده ده پخوا نه وه. بله خوا دغه هيواد ته چې نور کلتورونه راغلي يا مهاجر شوي دا ټول د یو زړه راښکونکي شخص یا کورنۍ سره يې پیل شوی، ځکه دغو کسانو له اوږد مزل او سمندرونو هاخوا څخه سفر کولو وروسته اسټراليا ته رسيدلي. تاسو د هغه لومړني افغان کيسه لرو چې اسټراليا ته مهاجر شوی.


اسټراليا د انګليسانو مستعمرې جوړيدو وروسته د ياد هيواد ابادولو کې له هر ډول بهرنۍ مرستې او ونډې ګټه اخيستل شوې او د ياد هيواد څپړلو، نښلولو او اباداولو کې د اوښبه افغانانو نوم هم ځليږي.
د اسټراليا لويې وچې نښلولو او لا څپړلو لپاره انګليسانو د اوښانو کارونه غوره کړه او هغې لپاره له بيلابيلو هيوادونو څخه خلک له اوښانو سره راوستل شول ولې پدې ټولو کې پيل له افغانانو څخه وشو او همدوی تر ټولو ډير شمير جوړوو.
لومړنۍ افغان اوښبه چې اسټراليا ته راغلی دوست محمد خان وو.

دوست محمد خان د يو ملا محمد زوی وو او د افغانستان غزني ولايت څخه وو.
هغه د اوښبه کسانو مشر په توګه اسټراليا ته د څپړلو يو مهم سفر لپاره راوستل شو.

LISTEN TO
Did you know, Afghan cameleer Mirza Khan was exporting sheep to other countries? image

هغه اوښبه افغان وپيژنئ کوم چې له اسټراليا څخه يې نورو هيوادونو ته پسونه صادرول

SBS Pashto

02/07/202008:16
اسټراليا ته راتګ وخت کې په ځينو اسنادو کې د هغه عمر ۴۵ او ځينو کې ۲۲ ليکل شوی.

اوښبه افغانان سخت خلک ول او په دښتو او له سختو حالاتو سره يې ښه مقابله کولی شو، دوست محمد د دوو اسټراليايانو لخوا په کال ۱۸۶۰ کې اسټراليا ته راوستل شو، ځکه هغه مهال د انګليستانو هند مستعمرې سره اړيکې ښې وې نو د هند او افغانستان سرحدي سيمو څخه ځيني کسان غوره شول ترڅو له ۲۴ اوښانو اسټراليا ته راوړل شي.

جورج لينډيلز د دوست محمد او اسټراليا ترمينځ اړيکه ګڼل کيږي ځکه همدغه شخص دوست محمد د اوښبه کسانو مشر وټاکه او دوست محمد يې ډير خوښ وو.
Afghan Cameleers in Australia - Afghan Cameleers
Afghan Cameleers in Australia - Afghan Cameleers Credit: State Library
اسټراليا ته رسيدو سره دوست محمد له ځينو کړاوونو سره مخ شو ځکه سپين پوستو اسټراليايانو لخوا پر نوموړي ظلم او هغه له ډول ډول کړاوونو سره مخ شو.

د دوست محمد خان ژوند په اسټراليا کې نور رنګونه غوره کړل او هغه مهم سفر لپاره چې نوموړی راوټل شو وو له هغه شاته پاتې شو او پر ځای يې نور سپين پوسته کسان واخيستل شول.

دوست محمد د اسټراليا دننه څپړلو سفر څخه پاتې کيدو ګټه يې دا وه چې نور تللي ټول مړه شول ولې نوموړی ژوندی پاتې شو.
LISTEN TO
The first mosque in Australia was built by Afghans image

آيا پوهيږئ افغانانو لومړي ځل لپاره په استرالیا کې د اسلام بنسټ کيښود او لومړنی جومات يې جوړ کړ؟

SBS Pashto

31/08/201908:45
تاريخ پوهان ليکي، دوست محمد خان له اوښ سره په يوه پيښه کې ټپي او معيوبه شو، ځکه هغه پيښې وروسته يې لاس کار پريښود.

نوموړي غوښتل بيرته افغانستان ته لاړ شي او کښتۍ ټکټ هم ورته په نوم يې يوه شپه مخکې اخيستل شوی وو ولې د سفر پر مهال د کښتۍ مسافرو ليست کې يې نوم نه وو.

د دوست محمد خان د مړينې نيټه معلومه نده ولې د نيو ساوت ويلز په لرې پروت ميننډي ښارګوټي يو قبر شتون لري چې پرې دوست محمد خان ليکل شوي.

دا قبر د عرب قبر په نامه شهرت لري ولې اصل کې د لومړني افغان دوست محمد خان قبر دی.

اسټراليا کې د اسلام بڼسټ افغانانو ايښې او د هغوی په لاس جوړ شوي جوماتونه لا اوس هم ولاړ دي.

لومړنی جومات په کال ۱۸۸۲ کال کې په ماري سيمه کې د اوښبه افغانانو په لاس جوړ شو.

اسټراليا کې اوښبه افغانانو د غان په نامه مشهوره دي او لا هم ګڼ شمير کتابونه او مستند فلمونه د اوښبه افغانانو ژوند کيسې انځور کړي.

لا نور او د دوست محمد خان د ژوند بشپړه کيسه غږيز مطلب کې واورئ.

شریکول