افغان اوښبه دوست محمد بلوچ څوک وه او ولې اسټراليا کې په خپل کور کې ووژل شو؟

Afghan Cameleers

Source: State Library SA

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د دوست محمد خان د ژوند دردونکې کيسه. دوست محمد خان اوښبه افغان وه چې اسټراليا ته راتګ وروسته يې شتمني ترلاسه او ښکلی ژوند يې جوړ کړی وه ولې نوموړی خپل کور کې او اسټراليايي ميرمن يې بيا بريټانيوي هند کراچۍ ښار کې ووژل شول


د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰م کلونو ترمنځ زرګونه کسان له خپلو اوښانو سره آسټرالیا ته د کار لپاره راغلي وه چې په دغه هېواد کې د اوښبه افغانانو په نوم یادېږي.

د دوست محمد بلوڅ د پیدایښت د نېټې په اړه دقیق معلومات نشته، مګر ځینې اسناد ښيي چې هغه په ۱۸۷۳ م کال کې د بلوچستان په بکر سیمه کې زېږېدلی وه.

دوست محمد په ۱۸۹۳م کال کې د لویدېځې آسټرالیا، فریمنټل سیمې ته له ۲۵ اوښاونو سره د لومړي ځل لپاره را رسېدلی وه.

اسناد ښيي‌ چې دوست محمد بلوڅ بریټانیوي هند ته له سفر وروسته په خپل کلي له "اني شارلوت ګرېګو" سره واده کړی او تر هغې وروسته بېرته آسټرالیا ته را ستانه شوي.

د اوښبه افغان دوست محمد بلوڅ د مرګ په اړه په جزیاتو معلومات نشته، مګر اسناد ښيي چې نوموړی په ۱۹۰۹ م کال کې د خپلو اوښو لخوا په خپل کور کې وژل شوی وه، مګر په بروم ښار کې محکمې تورن کسان بېرته خوشې کړي.

د دوست محمد بلوڅ له مرګ شاوخوا یو کال وروسته د ۱۹۱۰م کال  په مې میاشت کې، د هغه میرمن "اني شارلوت ګرېګو" او ماشومان بریټانیوي هند ته تللي. مګر ۳ میاشتې وروسته هغه د بریټانیوي هند په کراچۍ ښار کې د خوب پرمهال په چاقو وهل شوې او وژل شوې.

دا او نور معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.


شریکول