افغان بلوڅ اوښبه وپيژنئ چې نوم يې د اسټراليا کشفولو برخه کې په کتابونو کې راغلی

Bejah Dervish

افغان پلوڅ اوښبه، بيجا درويش Source: Wikipedia

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

شاوخوا ۱۶۰ وړاندې زرګونه افغانان له خپلو اوښانو سره آسټرالیا ته د کار لپاره راغلي وه چې په دغه هېواد کې د Afghan Cameleers یا اوښبه افغانانو په نوم یادېږي. اسناد ښيي چې ټول اوښبه افغانان په اصل کې له افغانستان څخه نه وه راغلي بلکې د اوښبه افغانانو په ډله کې داسې خلک هم وه چې له بریټانیوي هند څخه آسټرالیا ته راغلي وه چې په دغه ډله کې بلوڅان هم شامل وه.


آسټرالیا ته د راغلو کډوالو په ډله کې یو تن د بیجا درویش په نوم یادېده. په ځینو ځایونو کې راغلي چې د نوموړي پوره نوم دروېش بېجا جخراني بلوڅ وه.

اسناد ښيي چې بېجا دروېش په اصل کې د بلوڅانو له قوم سره تړاو درلود او  په ۱۸۶۲ م کال کې په بلوچستان کې زېږېدلی وه.

نن ورځ بلوڅان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي مګر ډیری بلوڅان د پاکستان په بلوچستان، د افغانستان په نیمروز او د ایران په سویل ختیځو سیمو کې ژوند کوي. له همدې اړه پدې اړه دقیق معلومات نشته  چې بېجا دروېش د بلوچستان په کومه برخه کې زېږېدلی.

نوموړي په ځوانۍ کې له بریټانیوي ځواکونو سره‌  په کندهار او کراچۍ ښار کې دندې ترسره کړې او د سرجینټ پوځي رتبه یې هم ترلاسه کړې وه.

په ۱۸۹۰ م کال کې بېجه درویش له بریټانیوي هند څخه آسټرالیا ته راغلی او د دغه هېواد د لرې پرتو سیمو په کشف او د آسټرالیا په پرمختګ کې یې مهمه رول لوبولی.

په ۱۸۹۶ م  کال کې د سویلي آسټرالیا د سروې ادارې، کشف کوونکي لارنس وېلز غوښتل ترڅو په لویدیځې آسټرالیا کې له Mullewa سیمې څخه Derby سیمې ته علمي سفر وکړي ترڅو د دغو دواړو کوچنیو ښارونو ترمنځ سیمې کشف کړي.

د آسټرالیا د بیوګرافیو په قاموس کې راغلي چې درویش بېجا په دغه علمي سفر کې د لارنس وېلز ملتیا کړې ترڅو په لویدیځې آسټرالیا کې نوې سیمې کشف کړي.

د سویلي آسټرالیا د کتابتون پر وېب پاڼه خپاره شوي معلومات بیا ښيي چې په یاد سفر کې د لارنس وېلز او بېجا دروېش ترڅنګ، چالز وېلز، جورج جونز، جور کرټلنډ، جیمز ټرینر او د سید امیر په نوم اوښبه افغان هم د دوي ملتیا کوله.

نور معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.


شریکول