په آسټرالیا کې د اوښبه افغانانو کلي او د استوګنې ځایونه

A group of Afghan cameleers and their camels photographed at Beltana, 25 January 1870

Source: Public Domain

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

په ۱۹ پېړۍ کې آسټرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته، هغوی د آسترالیا په لرې پرتو سیمو کې کارونه کول، له همدې امله به اوښبه افغانان په داسې سیمو کې هم اوسېدل چې له ښارونو څخه لرې وې.


تاریخ پوهان لیکي چې اوښبه افغانان به معمولاً له نورو آسټرالیایانو څخه لرې اوسېدل او په ډېریو سیمو کې دوي خپل کلي جوړ کړي وه او د دوي ښارونه به د ګان ټاونز په نوم یادېدل.

په آسټرالیا کې مېشت افغان لیکوال او د کابل پوهنتون پخواني استاد، پوهاند حمیدالله امین هم په آسټرالیا کې د افغانانو د تاریخ په اړه څېړنې ترسره کړې او یو کتاب یې لیکلی دی.

د ښاغلي امین څېړنې ښيي چې اوښبه افغانانو به د آسترالیا په بېلابېلو سیمو لکه مري، فارینا، پورټ آګسټا، بیلتانه، ماربل بار، کلګاردی، الیس سپرنګ، بروکېن هېل او داسې نورو سیمو کې خپل کلي جوړ کړي وه او هلته به یې ژوند کاوه.

اسناد ښيي چې د افغانانو ترټولو لومړنی کلی په سویلي آسټرالیا کې پورټ اګسټه سیمې سره نږدې جوړ شوی وه او د ۱۸۶۶ م کال په لومړۍ ورځ شاوخوا ۱۲۰ اوښان له او ۳۱ افغانان یادې سیمې ته رسېدلې او د دوي د اوستوګنې لپاره هلته یو جلا کمپ ټاکل شوی. مګر وروسته بیا د سویلي آسترالیا په بېلتانه سیمه کې افغانانو خپل کلی جوړ کړی او هلته یې استوګنه پیل کړې.

د بېلتانه سیمه چې افغانانو په کې خپل لومړی کلۍ جوړ کړی وه ، له سیډني ښار څخه شاوخوا ۱۷۰۰ او د آسترالیا له پلازمینې کانبرا څخه نږدې ۱۵۰۰ کلیومتره لرې پروت دی.

ښاغلي پوهاند امین هم په خپل کتاب کې د دغه ښار یادونه کړې او لیکلې یې دي چې په بېلتانه سیمه کې د افغانانو له کلي څخه به په هغه وخت کې هره ورځ د افغانانو د اوښانو کتارونه هرې خوا ته روان وه او مالونه به یې انتقالول او همدا راز د ایلډر په نوم مالونو د وړلو او راړولو لویه کمپنۍ هم په یاد ښار کې جوړه شوې وه.

مجيب منيب د اوښبه افغانانو کليو او اوسيدو ښارونو ته کتنه کړې چې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.


شریکول