د اوښبه افغانانو او بومي اسټراليايانو ځانګړې اړيکې

Goolam and Marium Badoola

Goolam Badoola (right) was a Baluch Afghan Cameleer who married Aboriginal woman Marium Martin (left) and the 1900s. Their descendants now live in WA. Source: National Indigenous Times

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

بومیان د آسټرالیا اصلي اوسېدونکي دي چې په دغه هېواد کې زرګونه کاله اوږد تاریخ لري. ځینې تاریخ پوهان لیکي چې بومي آسټرالیایان په نړۍ کې شاوخوا ۵۰ زره کاله اوږد تاریخ لري او آسټرالیا ته شاوخوا ۳۵ زره کاله وړاندې راغلي.


آسټرالیا کې بومیان په دوو ډلو ویشل شوي،  یوې ډلې ته ابوریجنل او بلې ډلې ته ټوریس سټریټ آیلنډرز وايي.

د ۲۰۱۶ کال د سرشمېرنې آمار ښيي چې په آسټرالیا کې نږدې ۸۰۰ زره بومیان ژوند کوي او د دغه هېواد ۳.۳ سلنه نفوس جوړوي. مگر د آسټرالیا پاتې نور خلک په اصل کې د هغو آسټرالیایانو له نسل څخه دي د نړۍ له نورو هېوادونو څخه آسټرالیا ته راغلي وه.

کله چې لومړی ځل اروپایان اسټرالیا ته راغلي وه په هغه وخت کې د دغه هېواد لرې پرتو سیمو ته تګ راتګ ډېر ګران کار وه.

کله چې اوښبه افغانان آسټرالیا ته راغلي وه هغوی د آسټرالیا په داسې سیمو کې ژوند او کار کاوه چې شاته پاتې وې او له ښارونو څخه ډېرې لرې وې، هلته به بومي آسټرالیانو هم ژوند کاوه چې دا به د دې لامل ګرځېده ترڅو اوښبه افغانان په آسانۍ سره و کولای شي له هغو سره اړیکې ټینګې کړي.

تاریخ پوهان لیکي چې اوښبه افغانانو له بومي آسټرالیایانو سره نږدې اړیکې درلودې او په ځینو حالتونو او ځایونو کې یې په ګډه کار کړی دی.

تاسو ته مو د بومي اسټراليايانو او اوښبه افغانانو اړيکو او تاريخ ته کتنه کړې او بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول