په اوسنیو شرایطو کې چې معلومات په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دي، د کره او ناکره معلوماتو پیژندنه یوه له ننګونو ډکه چاره ده. که دا چاره د جعلي خبرونو، د ناسمو او یا هم د ګمراهکوونکو معلوماتو پر بیلابیلو نومونو، یاد کړو اغیز یې یو شان دی؛ یعنې د واقعیت تحریف.
د واقعیتونو د تحریف په نتیجه کې افکار په غلطې لارې ځي، ناسم باورونه رامنځته کیږي او حتی پر مهمو تصمیمګیریو اغیز ښندي.
پهدې مطلب کې دا پیچلې موضوع څیړو، اصلیت یې روښانه کوو، دا چې تر شا یې کوم میکانیزم موجود دی پرې خبرې کوو او پر ټولنه د غلطو معلوماتو پر احتمالي اغیزو رڼا اچوو.
لا ډیر معلومات په ریپوټ کې اوریدلی شئ.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.