آيا د طالبانو په واکمنۍ کې د فساد کچه راټېټه شوې ده؟

Ms Vega claims corruption is on the increase.

یو شمېرعام افغانان وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې د فساد کچه زیاته شوې ده. Source: Getty / Getty Images/Wirat Namkate/EyeEm

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

یو شمېرعام افغانان وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې د فساد کچه زیاته شوې ده. مګر طالبان وايي د فساد کچه صفر ته نږدې شوې ده.


په افغانستان کې اداري فساد هغه لویه ننګونه ده چې ډیري افغانان يې د خپلو چارو د ترسره کېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

یو شمېر عام افغانان ددغې پدیدې په اړه وايي، چې په افغانستان کې له کلونو را پدېخوا اداري فساد شتون لري او پر وړاندې يې مبارزه یواځې تر شعار پورې محدوده پاتې شوې ده.

دغه شمېر افغانان په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې هم فساد نه ده کم شوې بلکې د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوی دی.

د طالبانو سرپرست حکومت بیا وايي، چې د دوی حکومت له فساد سره په مبارزه کې بریالی دی.

ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې فساد سره مبارزه د دوی د حکومت په لومړیتوبونه کې وه چې په وینا يې اوس ددغې پدیدې کچه تقریبا صفر ته نږدې شوې ده.

مهرباني وکړئ لاډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول