د آسټراليا د پرت ښار جومات بنسټ ایښودونکی، حسن موسی خان څوک وه؟

The Perth Mosque

The first Mosque in Perth towards which Khwaja Mohammad Bux gave finances for construction Source: Supplied

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

اسناد ښيي‌ چې لومړی ځل ۱۶۰ کاله وړاندې اوښبه افغانان آسټرالیا ته راغلي وه چې د دغه هېواد په پرمختګ کې یې مهمه رول لوبولی دی.


تاریخ پوهان لیکي چې لومړی ځل درې تنه اوښبه افغانان هر یو دوست محمد خان ،حسن خان او جمعه بلوڅ خان آسټرالیا راغلي وه چې له هغې وروسته د اوښبه افغانانو د راتګ لړۍ د څو لسیزو لپاره دوام پیدا کړی.

د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰م کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰۰۰ اوښبه افغانان آسټرالیا ته راغلي وه چې له دغې ډلې څخه یو شمېر په آسټرالیا کې پاتې شوي، مګر ډیری اوښبه افغانان بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي.

اوښبه افغانانو د آسټرالیا په پرمختګ کې مهمه رول لوبولی له همدې امله په آسټرالیا کې له اوښبه افغانانو څخه په ښه نوم یادونه کېږي.
اسناد ښيي چې د اوښبه افغانانو په ډله کې یو تن د حسن موسی خان په نوم یادېده. نوموړی د ۱۸۶۳م کال د مې میاشتې پر ۳۰ نېټه د بریتانیوي هند په کراچۍ ښار کې زېږېدل وه او د پښتنو له ترین قوم څخه وه.

آسټرالیا ته د راغلو اوښبه افغانانو په ډله کې یو زیات شمېر پښتانه له بریټانوي هند څخه راغلي وه، له همدې امله تاریخ پوهان لیکي چې حسن موسی خان هم د بریټانیوي هند اوسېدونکی وه.

دا خبره صحیح ده چې حسن موسی خان له بریټانیوي هند څخه راغلی وه، مګر هغه په اصل کې د افغانستان د جنوبي سیمو اوسېدونکی وه او د پښتنو له ترین قوم سره یې تړاو درلوده.
حسن موسی خان
حسن موسی خان Source: Wikipedia
په آسټرالیا کې د احمدیه مسلمانانو د ټولنې پر ویب پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي چې حسن موسی خان په ۱۸۴۲ م کال کې زیږېدلی وه او لومړنی احمدیه مسلمان وه چې آسټرالیا ته راغلی وه.
حسن موسی خان یو تکړه ځوان وه چې‌ په ښونځي کې له سکالرشېپ ورسته یې په ۱۸۸۷م کال کې د ممبئي پوهنتون بورس یا سکالرشېپ هم ترلاسه کړی وه.

نوموړي د ۱۸۸۹ او ۱۸۹۲ م کلونو ترمنځ په بریټانیوي هند کې د معلم او سرمعلم په توګه دندې ترسره کړې وې او تر هغې وروسته په ۱۸۹۶ م کال کې آسټرالیا ته راغلی وه.

تاریخ پوهان ليکي چې حسن موسی خان د پښتو ژبې ترڅنګ په انګلیسي، اردو، فارسي او سندي ژبو روانې خبرې کولې او له عربي ژبې سره یې هم بلدتیا درلوده.

د اوښبه افغان، حسن موسی خان د ژوند په اړه لا ډېر معلومات د مجیب منیب په رپوټ کې اورېدلی شئ.

شریکول