اسټراليا کې هغه افغان يوناني طبيب چې اسټراليايانو ورته د معجزې لقب ورکړی وه

Mohammad Alam Khan, the herbalist man

Mohammed Alam Khan and nicknamed "The Wonder Man", was an Afghan herbalist based in Adelaide, South Australia. Source: Wikipedia

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

په آسټرالیا کې د یوناني درملو جوړونکی افغان طبیب محمد علم وپيژنئ، هغه څوک چې د ورځې به یې سلګونه ناروغان معاينه کول او د هغو درملنه يې په وړيا ډول کوله.


د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰م کلونو ترمنځ زرګونه افغانان د کار په موخه آسټرالیا ته راغلي وه چې د دغه هېواد په پرمختګ کې یې مهمه رول لوبولی دی.

آسټرالیا ته د ټولو راغلو افغانانو په اړه په جزیاتو معلومات نشته، مګر د یو زیات شمېر هغو افغانانو نومونه په اسنادو کې ثبت شوي چې په دغه هېواد کې یې مهمه کارونه ترسره کړي.

اسناد ښيي چې آسټرالیا ته د راغلو کډوالو په ډله کې یو تن د محمد علم یا محمد علم خان په نوم یادېده. محمد علم خان په اصل کې د افغانستان د کندهار ولایت اوسېدونکی وه چې په ۱۸۵۸ م کال کې زېږېدلی وه.
مخکې لدې چې محمد علم خان آسټرالیا ته راشي، هغه د آسیا د لویې وچې مختلفو سیمو ته د سوداګرۍ په موخه سفرونه ترسره کول او په بریټانیوي ځواکونو یې اوښان او عربي اسونه خرڅول.

اسناد ښيي چې محمد علم لومړی ځل د ۱۸۸۴ او ۱۸۹۰م کلونو ترمنځ آسټرالیا ته د کار لپاره راغلی وه.

تاریخ پوهان لیکي چې په ۱۹۳۸ م کال کې محمد علم په اډېلېډ ښار کې د افغانانو جومات سره نږدې د یوناني درملو دوکان جوړ کړی وه چې خلکو به ورڅخه یوناني درمل اخیستل او په یاده سیمه کې په یوه پېژندل شوی شخص بدل شوی وه.
ځینې اسناد ښيي چې نوموړي به په وړیا توګه د خلکو درملنه کوله او په یوه ورځ به یې سلګونه ناروغان لیدل او یوناني دوا به یې ورکوله. نوموړی د غربي درملو او واکسین خلاف وه چې د کار پرمهال د حکومت لخوا جریمه شوی هم وه.

زمونږ همکار مجيب منيب د محمد علم ژوند ته کتنه کړې چې تاسې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.

شریکول