اسټراليا کې د اوښبه افغانانو تاريخ او ميراث ورکيدو خطر سره مخ دی

Australia's Oldest Mosque

Source: visiting australia.com

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

اسټراليا کې د اوښبه افغانانو تاريخ شاوخوا ۱۶۰ کاله پخوا ته رسيږي او د اسټراليا تاريخ سره د هغوی نوم تړلی دی, ولې دا مهال ددې ويره ورځ تر بلې ډيريږي چې د اوښبه افغانانو تاريخي اثار او نور د ورکيدو له خطر سره مخ دي.


اسټراليا ابادولو لپاره په ۱۸۶۰ ميلادي کال کې لومړي ځل لپاره انګليسانو له افغانستان څخه اوښبه افغانان سره له اوښانو اسټراليا ته راوستل ترڅو د مالونو او نورو  توکو ليږدل کې مرسته وکړي.

افغانان کلک خلک ول او يوازې همدوی کولی شو د اوښانو کارولو سره د اسټراليا مرکزي سيمې چې ډيرې تاودې دي وڅپړي او هم لرې پرتو سيمو ته توکي انتقال کړي.

تاریخ پوهان لیکي چې اوښبه افغانان به معمولاً له نورو آسټرالیایانو څخه لرې اوسېدل او په ډېریو سیمو کې دوي خپل کلي جوړ کړي وه او د دوي ښارونه به د ګان ټاونز په نوم یادېدل.

د هغوی شمير په اړه ليکل شوي چې د ۲۰۰۰ او ۴۰۰۰ ترمينځ وه.

اسټراليا ته راتګ وروسته ډير شمير افغانان بيرته خپلو کورونو ته ستانه شول ولې بيا يو شمير اسټراليا کې پاتې شول او له بومي اسټراليايانو او اوروپايانو سره يې ودونه وکړل.

د اوښبه افغانانو پاتې نسل دا مهال د اسټراليا مرکزي سيمو ماري، بروکين هيلز، اليس سپرينګ او داسې نورو کې ژوند کوي.

اوښبه افغانانو په ماري، فارینا، پورټ آګسټا، بیلتانه، ماربل بار، کلګاردی، الیس سپرنګ، بروکېن هېل او داسې نورو سیمو کې خپل کلي جوړ کړي وه او هلته به یې ژوند کاوه.
د اوښبه افغانانو پاتې نسل خپل پلرونو کلتور لمانځلو لپاره د هغوی استوګنې پخوانيو ځايونو کې راټوليږي او جشنونه نيسي.

د ۲۰۲۲ کال جولای مياشت پيل کې د اوښبه افغانانو پاتې نسل په ماري سيمه کې د اوښانو ځغاستې ميله جوړه کړه چې پکې ګڼو نورو افغانانو هم برخه واخيستله.

ماري ميلې ته له اډيليډ ښار څخه ګڼ شمير افغانان تللي ول چې پکې يو تن د اډيليډ ښار اوسيدونکی عزيز پيغام هم وه.
Azizullah Paigham
Source: Supplied
ښاغلي پيغام له اس بي اس پښتو سره خپل د سفر په اړه په خبرو کې وويل، د اوښبه افغانانو ميراث ساتلو ته بايد جدي پام وشي او که نه دا شته پاتې ميراث هم لي مينځه ځي.

د يادې ميلې د اوښبه افغانانو تاريخې ښارګوټي په اړه لا ډير به له ښاغلي پيغام څخه واورئ.


شریکول