په آسټرالیا کې د ملي پخلاینې اوونۍ څه وخت او ولې لمانځل کېږي؟

لکه څنګه چې آسټرالیا د ملي پخلاینې اوونۍ لمانځي، د ان ای ټي وي (NITV) خبریال ریان لیډل د تاریخ هغه مهمې شېبې تشرېح کوي چې هېواد ته یې د لومړنیو ملتونو له ټولنو سره د پخلاینې په لور حرکت ورکړی دی.

د ملي پخلاینې اوونۍ هر کال په آسټرالیا کې د مې میاشتې له ۲۷مې څخه د جون تر ۳مې پورې لمانځل کېږي. دا اوونۍ د بومي آسټرالیایانو د تاریخ، کلتور او ګډو لاسته راوړنو په اړه د زده کړې او انعکاس لپاره یو فرصت دی.

شریکول
خپور شوی 27/05/2024 په 8:50pm
سرچینه: SBS