د ایران ولسمشر د چورلکې د لوېدو په پېښه کې مړ شوی دی

یوه جګپوړي ایراني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د دوی په چورلکه کې سپاره اووه نور کسان وژل شوي دي.

Men praying and kneeling, a man holding hand together and a helicopter in the air

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د لوېدو په پېښه کې مړ شوی دی Credit: AAP

د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې چورلکه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې په یخ موسم کې د غره له څوکې سره د ټکر له امله غورځېدلې او په بشپړه توګه سوځېدلې ده.

د مهر خبری اژانس لیکلی: "د ولسمشر او د هغه د ملګرو د سپرلۍ چورلکه پرون له خداافرین سیمې څخه تبریز ته د ستنیدو په حال کې وه چې د خرابې هوا له امله پېښه رامنځ ته شوه."

د ایران له ولسمشر سره په چورلکه کې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د دوی په چورلکه کې سپاره اووه نور کسان وژل شوي دي.

تسنیم خبري اژانس د چورلکې د نسکورېدو د ساحې انځورونه خپاره کړي چې د چورلکې ټوټې په کې ښکاري.

دغه اژانس لیکلي چې دوه نورې الوتکې په خوندي توګه خپل هدف ته رسېدلي دي.

۶۳ کلن ابراهیم رییسي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ایران ولسمشر و.

د نوموړي له مړینې وروسته د هغه ۶۸ کلن مرستیال محمد مخبر اوس دایران هېواد موقت ولسمشر دی.

د نوي ولسمشر لپاره ټاکنې باید په ۵۰ ورځو کې ترسره شي.


شریکول
خپور شوی 20/05/2024 په 3:25pm
اپډیټ شوی 20/05/2024 په 3:52pm
سرچینه: SBS