آسټرالیا ته د نویو راغلو افغانانو لپاره د اس بي اس معلوماتي راپورونو د کال غوره جایزه ترلاسه کړه

اس بي اس پښتو او دري پروګرامونو د نیو ساوت ویلز ایالت د کال د ترټولو غوره خپرندویه رسنۍ جایزه ترلاسه کړه.

د اس بي اس پښتو اجراییوي پروډویوسر عبدالله علی خیل، د اس بي اس د ژبې د منځپانګې مشر ډیویډ شیاپاپیټرا، د اس بي اس راډیو پروګرام منیجر انډریو بولټن او اس بي اس پښتو او دري پروګرامونو پروډیوسر مجیب منیب.

د اس بي اس پښتو اجراییوي پروډویوسر عبدالله علی خیل، د اس بي اس د ژبې د منځپانګې مشر ډیویډ شیاپاپیټرا، د اس بي اس راډیو پروګرام منیجر انډریو بولټن او د اس بي اس پښتو او دري پروګرامونو پروډیوسر مجیب منیب. Credit: Multicultural NSW

د 'ژوند په آسټرالیا کې' معلوماتي راپورونو ټولګې، د سپټمبر پر اتمه نېټه په سیډني ښار کې د نیو ساوت ویلز ایالت د ۲۰۲۲ کال د غوره خپرندوی جایزه ترلاسه کړه.

دغې جایزې لپاره د اس بي اس شبکې د روسي او اوکرایني ژبو پروګرامونه هم نوماند وه، مګر اس بي اس پښتو او دري پروګرامونه ګټونکي اعلان شوه.

LISTEN TO
Mujeeb Interview image

د اس بي اس پښتو "ژوند په آسټرالیا کې" معلوماتي ټولګې څرنګه د کال غوره جايزه ترلاسه کړه؟

SBS Pashto

13/09/202214:33
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدلو او د آسترالیا لخوا افغانانو ته د بشري ویزو له اعلان وروسته، د 'ژوند په آسټرالیا کې' معلوماتي راپورونو د خپرولو لړۍ پیل کړه ترڅو له نیو راغلو افغانانو سره په آسټرالیا کې د مېشتېدنې په برخه کې مرسته وکړي ترڅو دلته د خپل کور احساس وکړي.
SBS Pashto Executive Producer Abdullah Alikhil, SBS Dari and Pashto producer Mujeeb Muneeb, SBS Program Manager Andrew Bolton and SBS Head of Language Content Davide Schiappapietra.
SBS Pashto Executive Producer Abdullah Alikhil, SBS Dari and Pashto producer Mujeeb Muneeb, SBS Program Manager Andrew Bolton and SBS Head of Language Content Davide Schiappapietra.
په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته، آسترالیا د افغانستان د اوسېدونکو لپاره ۳۱ زره او ۵۰۰ بشردوستانه او فامیلي‌ ویزې اعلان کړي دي.

د اس بي اس شبکې د پروګرامونو مدیر، انډریو بولټن چې د دغو معلوماتي راپورونو په تولید او تنظیم کې یې هم مرسته کړې، د اس بي اس شبکې هغو کارکوونکو ته مبارکي ویلې چې د یادو معلوماتي راپورونو په تولید کې ښکیل وه.
LISTEN TO
Karan khan final image

کرن خان لومړي ځل لپاره اسټراليا کې کنسرټونه وړاندې کوي

SBS Pashto

12/09/202209:09
هغه وايي‌: " دا یو ډیر پر وخت، د مختلفو پلیټ فارمونو لړۍ وه چې زموږ د اورېدونکو د اړتیاو پوره کولو لپاره ډیزاین شوې وه ترڅو په آسټرالیا کې د خپل "کور احساس" وکړي."
ښاغلی بولټن وايي چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د ژوند په آسترالیا کې معلوماتي راپورونو ټولګې ته لاسرسی پیدا کړی.
SBS Dari and Pashto producer Mujeeb Muneeb received the award from NSW Premier Dominic Perrottet on behalf of both language programs.
SBS Dari and Pashto producer Mujeeb Muneeb received the award from NSW Premier Dominic Perrottet on behalf of both language programs. Credit: Multicultural NSW
د اس بي اس پښتو او دري پروګرامو پروډیوسر مجیب منیب، د دواړو پروګرامونو په استازیتوب یاده جایزه د نیو ساوت ویلز ایالت له مشر ډومینیک پیروټې څخه ترلاسه کړې.

ښاغلی منیب چې د ۲۰۱۲ کال په وروستیو کې له افغانستان څخه آسټرالیا ته راغلی وايي، د ژوند شخصي تجربې ورسره د دغو راپورنو په تولید کې مرسته کړې ترڅو هغه څه تولید کړي چې ده غوښتل په لومړیو ورځو کې ورته لاسرسی ولري.
SBS producers Mujeeb Muneeb, Abdullah Alikhil and Svetlana Printcev
SBS Dari and Pashto producer Mujeeb Muneeb, SBS Pashto Executive Producer Abdullah Alikhil and SBS Russian Executive Producer Svetlana Printcev.
ښاغلی بولټن وايي: "زه د ټیم په هغو هڅو ویاړم چې د دغې ټولکې په تولید کې یې کړې، او موږ ټول د پریمیر او نیو ساوت ویلز د مختلفو کلتورونو ادارې څخه خوښ یو، مګر تر ټولو مهمه دا چې مونږ و توانېدلو ترڅو له افغانستان څخه راغلو ګډوالو ته د مېشتېدنې عملي معلومات وړاندې کړو ترڅو په آسټرالیا کې د خپل کور احساس وکړي."

د 'ژوند په آسټرالیا کې' معلوماتي ټولګه کې ټولو هغو موضوعګانو ته کتنه شوې چې د مېشتېدنې سفر لپاره مهمه دي لکه، د مالیې نمبر (ټکس فایل نمبر) ترلاسه کول، د بانک حساب جوړل، له خپلو حقونو خپریدل او له انلاین درغلیو څخه په امن کې پاتې کېدل.
له افغانستان څخه د نویو راغلو افغانانو لپاره د معلوماتي راپورونو په ډله کې د کرایي کور پیدا کولو او اخیستلو په اړه هم معلومات شامل وه.

ښاغلی انډریو وايي چې په دغو راپورونو کې ؛"د بیکارۍ پرمهال د ملاتړ او کډوالو کارګرو د حقونو د تشریح ترڅنګ پدې اړه هم معلومات خپاره شوي چې څرنګه د کاري وظیفي ته باید تیاری ونیول شي."

" د وړکتون خدمتونو ته د لاسرسي او په ښونځي کې د ماشومانو د عادي کېدو ترڅنګ د ماشومانو د حقونو په اړه هم بحث شوی دی."

د ژوند په آسټرالیا کې معلوماتي راپورونو د اورېدلو لپاره له او پاڼو څخه لیدنه وکړئ.

شریکول
خپور شوی 10/09/2022 په 6:14pm
اپډیټ شوی 16/09/2022 په 11:34am
لخوا Shirley Glaister, SBS Pashto
سرچینه: SBS