د اوښبه افغانانو په وياړ اسټراليا کې د ۵۰ سنټ سکه چاپ شوه

اسټراليا کې د اوښبه افغانانو تاريخ ۱۶۰ کلونو ته رسيږي او اوښبه افغانانو د اسټراليا ابادولو او اسټراليا کې د اسلام بڼسټ کيښودلو برخه کې مهم رول لوبولی.

50c 2020 Afghan Cameleers

Source: Royal Australian Mint

اوښبه افغانان د اسټراليا د تاريخ مهمه برخه دي او د اسټراليا ابادولو کې د هغوی مهم رول لوبول د اسټراليايي تاريخ کتابونو کې ليکل شوي.

د اسټرالیا له کشف وروسته اوښبه افغانانو د دغه هېواد په جوږښت کې مهمه ونډه لوبولې او د اسټرالیا بڼه یې د تل لپاره بدله کړې.
 تاریخ پوهان لیکي چې د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰ م کلونو ترمنځ زرګونه اوښبه افغانان اسټرالیا ته راغلي او په دغه هېواد کې یې مهم کارونه ترسره کړي.
 له همدې امله تر نن ورځې پورې له اوښبه افغانانو څخه په اسټرالیا کې په ښه نوم یادونه کېږي. 

اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو د راتګ په اړه یو زیات شمېر تاریخ پوهان لیکي چې  په ۱۸۶۰ م کال کې لومړی ځل ۳ تنه اوښبه افغانان  له خپلو ۲۴ اوښانو سره اسټرالیا ته راوستل شوي او تر هغې وروسته نورو افغانانو ته هم د راتګ لاره پرانستل شوې. 

د سویلي اسټرالیا د ایالتي کتابتون پر ویب پاڼه، د کډوالو په اړه خپاره شوي مالومات بیا ښيي چې په اسټرالیا کې د افغانانو تاریخ له ۱۸۰ کلونو هم زیات دی او لومړی ځل په ۱۸۳۸م کال کې ۱۸ افغانان له خپلو اوښان سره د سویلي اسټرالیا ایالت ته رواستل شوي ترڅو د اسټرالیا د ترانسپورتي سیستم په جوړولو او د اسټراليا د بېلابېلو ښارونو او سیمو په نښلولو کې مرسته وکړي.
Afghan Cameleers in Australia - Afghan Cameleers
Afghan Cameleers in Australia - Afghan Cameleers Source: State Library
په یو شمېر خپرو شویو اسنادو کې لېدل کېږي چې، لومړی ځل د دوست محمد خان ،حسن خان او جمعه بلوڅ خان په نومونو افغانان د اسټرالیا هېواد ته راغلي. 

اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد ته د خدمت ترڅنګ د اسلام دین ته هم خدمت کړی او د دغه هېواد په تاریخ کې یې لومړنی جومات جوړ کړی. 

اسټراليا د اوښبه افغانانو په نوم خپل تر ټولو لوی، لرې واټن وښونکی او نامتو مسافر وړونکی ريل ګاډۍ (غان)  هم نومولی.
Statue depicting an Afghan soldier and his camel is seen at the Alice Sprigs railway station, where the Ghan train waits on Nov. 12, 2009.
Source: AAP Image/James Shrimpton
د اسټراليا دولتي اداره ( Royal Australian Mint ) د اوښبه افغانانو په وياړ د ۵۰ سنټ سکه جوړه او  د خلکو لاسرسي ته وړاندې کړې.

ياده سکه ۱۰ ډالر قيمت لري چې خلک کولی شي د   له ويبپاڼې څخه ترلاسه کړي.

تيره مياشت اسټراليا کې د افغانستان سفير د اوښبه افغانانو راتګ ۱۶۰ کليزې لمانځنې کليزې په مناسبت په جنوبي اسټراليا کې د اوښبه افغانانو له اولادونو سره وليدل او د اوښبه افغانانو پر قبرونو يې د ګلونو ګيډۍ کيښودې.
The Ambassador of Afghanistan, HE Wahidullah Waissi
Source: Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan
د افغانستان ولسمشر مشر اشرف غني هم په يو راليږل شوي ويډيويي پيغام کې له اوښبه افغانانو پاتې نسل سره خوا خوږۍ ترڅنګ د هغوی پلرونو لخوا د اسټراليا ابادولو کې رغنده رول پر ارزښت خبرې وکړې.

ښاغلي ولسمشر د اوښبه افغانانو پاتې نسل ته ويډيويي پيغام کې وويل د اوښبه افغانانو ميراث بايد ژوندی پاتې شي.

 

 



 


شریکول
خپور شوی 17/04/2021 په 9:00pm
اپډیټ شوی 17/04/2021 په 9:48pm